نړۍ

ايران کې د چورلکې پرېوتو له امله اووه تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۷مه، ۱۳۹۵ل): ايراني رسنۍ وايي، چې يوه امبولانس چورلکه فارس ولايت کې نسکوره شوې او اووه تنه په کې وژل شوي دي.

د ايران رسمي تلويزون وايي، چې دغې چورلکې له لرې پرتې سيمې شيراز ښار ته څلور ناروغان لېږدول، چې لاره کې د تخنيکي ستونزو له امله نسکوره شوه.

ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، مګر د سيمې اوسېدونکي وايي، چې د پېښې ځای کې له تېرو څو ورځو راهيسې ورښتونه روان دي،هوا هم ډېره خرابه ده او پېښه کېدای شي، د خرابې هوا له امله رامنځته شوي وي.

ايران يو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د الوتکو پرېوتو پېښې په کې ډېرې کيږي. تر ټولو مهم يې د ۲۰۱۴م په اګست کې د هېواد لويديځ مهراباد هوايي ډګره څخه الوتکه د پرواز پر مهال نسکوره شوه او څلوېښت کسان په کې وژل شوي وو. له هغې وړاندې ۲۰۰۱م کې هم د ترانسپورټ وزير او څلورو پارلماني وکيلانو الوتکه نسکوره شوې وه او د يادونو کسانو په ګډون دېرش تنه په کې وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x