د نن سرلیکنه

مشروط که ناکام ولسمشر ؟

نن ټکی اسیا ـ سر لیکنه: د ۱۳۹۵ ښوونیز کال د پیلیدو په پرانیستونکو مراسمو کې ولسمشراشرف غني د ښونځیو ښوونکوته په خپل اعتراف کې وویل : ((زه سږکال له تاسو سره د کړیو ژمنو په پوره کولو کې مشروط یم امید شته چې په راتلونکې کال کې لتاسو څخه د کامیابي نمره ترلاسه کړم.))

که څه هم چې ولسمشرغني یواځې له استادانو سره د خپلو کړیو ژمنو په پوره کولو کې په خپل مشروطیت اعتراف وکړ، اما حقیقت دادی چې نوموړی په خپلو ټولو هغو ژمنو کې چې د ولسمشري د تحلیف په مراسمو کې یې کړې وې مطلق ناکام دی.

نوموړي د اداري فساد له منځه وړل ، په نظام کې اداري اصلاحات راوستل ، کار اهل کارته سپارل او په هیواد کې د امنیت تأمینول له خپلو لومړیتوبونو څخه ګڼلي ول، خو اوس نه دا چې پورتني ژمنې یې پوره نه کړلې ؛ بلکې په دغو ټولو مواردو کې وضعیت تر پخوا ډیر خراب شوی .

هیواد مو اوس هم په ادارې فساد کې لومړی نمبرمقام لري ، د بشري حقونو په برخه کې دولتي رسمي ځواکونه په رسمي روغتونونو کې ناروغان په مرمیو وژني ، امنیتي ځواکونه د شکنجې په غرض ژوندي انسانان په خپلو نقلیو وسائطو پوري كشوي، جنرال دوستم او نور بیسواده جنګي مجرمین په لوړو دولتي وظائفو کې د لومړي نمبر دولتي چارواکو په توګه ټاکل کیږي او ټول هیواد د بي کاري او نا آمني فضا په سر اخيستى .

ولسمشر د دغو ټولو نا خوالو په اړه بي تفاوته او ناتوانه دی ، نه يي د اصلاح توان لري او نه د دغو ناخوالو د اصلاح په لاره کې په خپلې ناتواني د اعتراف كولو جرئت لري.

د سږ کال په پیل کې د ولسمشر په ناتواني او ناکامي یوه بله هغه هم وراضافه شوه او هغه داچې د ګډ حکومت د شریکو سهامیانو هر یو جنرال عطا او جنرال دوستم ترمنځ خونړۍ نښتې پیل شوې چې له امله يې یواځې په فاریاب کې تراوسه ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، دا احتمال شته چې یادې نښتې په فاریاب او بلخ سربیره د هیواد نورو شمالي ولایتونو ته هم خپري شي چې دا به د ملي وحدت د ځپلو لپاره د ملي وحدت د حکومت بله لاسته راوړنه !!! وي.

له بلې خوا د امريکا د خپرنيز مديره بورډ او د (ګلوپ) څېړنيز بنسټ نظرپوښتنه څرګندوي چې د هیواد ۸۰ سلنه خلک د ګډ حکومت له كړنو ناراضه دي.

د ګډ حکومت ایجادوونکي (امریکایان) چې له یوې خوايي دا فاسد حکومت په افغانانو تپلی دی له بلې خوا همدوئ د ياد حكومت د سقوط او شړیدو وړاندوینې کوي.

له پورتنیو ذکر شویو وجوهاتو څخه دا استنتاج کیدلای شي چې ولسمشرغني په خپل یونیم کلن امتحان كې مشروط نه بلکې په قاطع ډول ناکام دی چې په هیڅ صورت تري د کامیابي هیله نشي کیدلای .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

نه مشروط او نه هم ناکام بلکه محروم ولسمشر

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x