نظــر

چرسیانو د چرسوضد تاریخي مبارزین په چرسوتورن کړل

لیکنه:  حبېبي

د یو چا ملامتولو ته د ملامتیا په معیارونو او نورمونو پوهېدل د اشرافو لپاره ستر امر او داسي فرضي شی دی چي که پرې ونه پوهېږي؛ نو دا خو ډیره لري چي له ملامتیا دبلچا سپینوالی او تور والی وڅېړي ځان په تیاره کي ویني.

د «اشرافو» د قید له ذکر څخه سړی ځکه ناچاره وي چي که ترې تېر شو نو بیا به هر څوک د بل چا دملامت ګڼلو اهل وي او په نتېجه کي به د ځمکي پرمخ له ملامتیا سپین انسان ونه مومو.

اوس مهال چي د ډالري قطب زبېښاک هر څوک له چتې ایستلي دي ټول په دې سوچ کي غرق دي چي په ډالر والو ملامت څه ډول وټکوم او په څه یې تورن کړم تر څو د دې غوښن دربار توجه را واوړي.

دوی به کېدای شي  د تېرو ۱۵ کلو له ګډوډۍ څخه دا تجربه تر لاسه کړې وي چي که د طالبانو په باره کي داسي درواغ چي له دا په نشت حساب اخلاقو څخه پکي کار اخستل شوی وي و وایو نو راتلونکی به مو ښه کړي؛ خو لکه د چا چي دی هغسي نه؛   او که داسي دروا غ او نالایقي وي چي له یوې خوا د خلکود باور له سويې پورته ، او له بلي خوا دومره نا انډوله وي چي بهرنیان یې په ویلو شرمېږي نو کیدای شي هم بهرنیانو ته دوفادارۍ په تول پوره وخېژو، هم په رسنیو کي مطرح شو او هم که خدای رزق را کاوه د غرب د ډالري مهربانۍ د یوې ونډي مستحق اود یوي  ګولې ډوډۍ خاوندان شو.

ځکه نو اوس  په اسلامي ا مارت پوري پروپاګنډ کول، د هغوی اسلامي کړني په محرَف ډول خلکو ته وړاندي کول، وداني په وراني تعبیرول، خلکو ته دوی په بده څیره کي ور پېژندل، د اشغالګرو او مزدورانو ناکاره کړني په اسلامي امارت ورتپل او نور په یو فرهنګ، او لوستو جیب تشو ته په سالمه مشغله بدل شوي دي.

په دې به کېدای شي د کندز ترنیول کیدو وروسته د طلوع تلویزون له خوا په لاره اچول شوو هغو ډمامو باوري کړي یاست چي د ناممکنو تصور ته د متحقق ممکن په تصویر ورکولو یې غوښتل د اشغالګر دښمن او د دوی ترلاس لاندي ادارې په تاریخي او شرموونکې ماتې پرده واچوي او د خلکو توجه بل لوري ته واړوي.

دوی د خپلو خوندو، مېندو او هیواد په پاک عزت یواځي د دې لپاره تور داغ کېښود چي امریکا ته د جګړې بايللو شرم وروا نه وړي ؛ مګر دا نا عاقبت سنجه مفکرین تیروتي ول؛ ځکه  درواغ پرې واوښتل او اجوره ترلاسه نشوه، د کندز خلکو پرې لعنت ووایه او دایې داسي شرمېدلي افغانان وبلل چي نور هم شرموي، اوډیره بده لا داچي خپل ۱۰ تنه کارکونکي یې د امریکایي فرمایش قرباني کړل.

په دې چارلړ دوه نوري  زیاتوني چي نن د رسنیو په مخ وڅرخېدې لومړۍ دا چي  «د کندزد ولاتي شورا غړي وایي: طالبانود کندز کروند ګروته ویلي دي چي هندواڼې او خټکي دي نه کري» او دوومه داچي «دلوګر ولایتي شورا غړی وایې: «د ازرې ولسوالۍ په ٨٠ سلنه کرنيزه ځمکه کې چرس کرل کېږي. د ازری خلک له دغه درکه هر کال سلګونه میليونه پاکستانۍ کلدارې ترلاسه کوي چې بيا لسمه برخه يې طالبانو ته ورکوي.»

دوی غواړي دغه  اپواهات په اسلامي امارت باندي دهغه تپل شوو خبرو لپاره د ثبوت په ډول خپاره کړي چي وایې: طالبان په هیواد، ځانګړي ډول جنوب او جنوب غرب ولایتونو کي کروند ګر د کوکنارو کرلو ته هڅوي. او په بل اړخ کي دا  هڅه کوي چی  طالبان خلکو ته د افغانستان د ودانۍ او سرسبزۍ دښمنان معرفي کړي.

خو مهمه دا ده چي د باور خوړلیو په دې وروستۍ ورسره تر کومي اندازې باور کیدای شي!

اسلامي امارت چي د همدې خاوري له بچیانو جوړ دی،  له همدې خاوري تغذیه شوی او تربیه شوی او د همدې خاوري د پالونکي او وفادار په توګه یې خپل شتون ساتلی ډېر ښه پوهېږي چي افغانستان په کرنه او مالدارۍ ولاړ یو هیواد دی، نزدې ۸۵ سلنه وګړي یې له همدې ځان ته د ژوندي پاته کېدو توکې برابروي،  او په داسي حال کي چي د نړۍ ښکرور دغه هیواد ته د خپلمنځي زور او کیمیاوي وسلو ازموینو لپاره راغلي دي اندیښنه لري چي څنګه کرنه د دوی له شره خوندي کړي، کروندګر په امن ډاډه او د حاصلاتو د خرڅلاو لپاره نړیوال بازار ته لاره پیدا کړي.

دوی د خپل اسلامي اقتدار پر مهال د خپل مشر له یوه فرمانه سره کوکنار د ټول هیواد له ځمکو داسي ورک کړل چي بیایې چا له پنساریانو سره د ماشومانو لپاره کوکړۍ هم ونشوای موندلای. او په ځای یې کروند ګر د روا  توکو کرلو ته وهڅول.

ترڅنګ یې د خپل نظام په چوکاټ کي د کرني، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت تر اداري پوښښ لاندي د نباتاتو او مېوو دساتني، قرنطین، لابراتوار او سړو خونو په برخه کي له کروند ګرو سره په همغږۍ بریالي پلانونه، او په هره ولسوالي کي د دې چاري د ښه پرمخ بیولو لپاره مؤظف افراد لرل.

دا مهال هم په پخوانۍ تګلاره ټینګ ولاړ او نه یواځي داچي د نشه ئي توکو له منځه وړلو ته متعهد دي بلکي په ګرانو کروند ګرو غږ کوي چي د افغانستان په ودانولو او د افغانانو په ښېرازۍ کي دي د خپل مسلک په پیاوړتیا سره اوږه ورکړي او له کرنیز پلوه دي ګران هیواد په خپل ځان بسیا کړي.

موږ دېته اړ نه یو چي و وایو: د کابل اداره او دهغې له لومړي مرستیاله بیا تر ټیټه جنراله خلک تر سپوږمو پوري د چرسو، تاریاکو او هېرویینو په کرنه، سپوټ او قاچاق کي ډوب دي؛ ځکه دې وینا ته نړيوالي څارونکې ادارې ترموږ ور وړاندي شوې دي او دوی ته یې د نړۍ په کچه په نشه ئې توکو کي لومړی (او کله دمراعت په وجه دویم)  او په فساد کي د دویم مقام افتخار ورکړی.

البتة: دا ویل په ځای ګڼو چي دوی دافغانستان له اعتبار سره لوبې کوي ، له افغان ولس سره د دوستۍ ترعنوان لاندي د معنوي دښمنۍ چاره په مخ وړي او د کرني په سیاسي کولو سره غواړي د شوکي نوي ډول ته لاره وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x