نظــر

ناخبره اربکي ته ! دقانع ځواب

 

پخوا به خلکو ویل  ، دمیږي چې مرګ راشي وزر وکړي او دمار چې مرګ راشي نو لارې ته ووزي ، مګر اوس دې متل لږ نور انکشاف هم  کړی او د کلي بې سرحده مبصرین داهم ورسره وایي ( دپوډري چې مرګ راشي نو اربکی شي )

 

دعصمت قانع له پوډریتوبه نه یم خبر  ، خو په شرابي توب کې یې هیڅ شک مه ګڼئ، یو وخت یې ویل چې منان ملګری مې یوازینی سیال رند وو چې ګیلاس یې راسره جنګولای شوای  ، خو دنوموړي خپل اعتراف دی ، چې کله یې هم په میخانه او مجلس کې شراب نه دي وهلي ،ځکه نوموړي تراوسه  سمندر نه دی لیدلی ، دشرابو نړۍ خو لا لرې پریږده  له همدې امله خو دده خبره ده چې ډیر ځله به د ترخه څښاک لپاره  د پیښور عوامي لیټرینو ته ورتلو، او په نیمه روپۍ یې دوه کاره کول .

 

 دغه د لیټرین شرابي چې ځان ته دجهاد او مبارزې نسبت هم کوي ، لومړی هغه وخت خدای وښویاوو ، چې دامریکایي صلیبي یرغل په مهال د یوشمیر نورو شین طوطیانو غوندې  ده هم دسیدقطب او مودودي فلسفې ته لغته ورکړه ، او نغدچغد دصلیب دتبلیغاتي جنګ په خط  اول کې ودرېد، په اسلامي نړۍ دصلیبیانو ددریم ستر یرغل په مهال که غفور لیوال له کابل څخه دامریکایي کانګرس راډیو ( ازادي راډیو ) ته  راپورونه چلول ، دلیټرین شرابي ( عصمت قانع ) له ده څخه یو ګام وړاندې وو او عملا یې دصلیبي جنګي خبریال وظیفه په غاړه اخیستي وه .
زما ښه  په یاد دي ، کله چې د ۲۰۰۳ م کال په اوړي کې امریکایانو  دپکتیا ، پکتیکا او خوست په ولایاتو کې د  Haven Denial  په نوم عملیات پيل کړل ، عصمت قانع دیوشمیر نورو خبریالانوسره دجګړو له  لومړیو جبهو امریکا غږ ته ژوندي راپورونه ورکول ، په دې لړ کې ما په خپلو غوږونو  د پکتیا له ګردیز ، زرمت ، اورګون ، برمل او خوست څخه دنوموړي راپورونه اوریدلي دي ، چې دامریکایي صلیبي فتحو دروغجنې انګازې یې غږولې ، او خپل ځان او قلم یې ټول دصلیب دفتحو ځلولو ته وقف کړي وو .
دا هغه موده وه  چې دصلیب جنګي خبریالان او ترجمانان دامریکایي جنګي لوطیانو دانډیوالۍ په ټس کې په بګرام کې بستري کیدل ، خو قانع چې ځان یې دجهاد میراثخور هم  باله ، دې ټول ذلت ته یې تن ایښی وو ، او دخپل هیواد ، خپل دین او خپل اولس په خلاف دکفر په صف کې  دجنګي خبریال په رول کې ولاړ وو .
هغه مهال دعصمت قانع غوندې له ځینو ښویدلو قلموالو څخه صلیب داسې استفاده وکړه ، لکه دشمال له جنګي یابوګانو څخه ، په پیل کې یې خپل جنګي خرګاډی ورباندې کش کړ ، خو وروسته یې یو یو د ډي ډي آر او ډایاک په امبور  خسیان او له دندو وشړل ، عصمت قانع هم دصلیب له تبلیغاتي صف څخه همداسې تش لاس وشړل شو .
خو چې کله په صلیب باندې دجهادي ګوزارونو له امله ورځ توره شپه شوه ، او ټولې هڅې یې ناکامې شوې ، نو یوځل  بیا صلیبیان اړ شول ، چې خپل پخواني یابوګان خرخره کړي ، او یوځل بیایي  دقربانۍ دپسونو غوندې دافغان جهادي پاڅون دقهر څپو ته ورټيل وهي ، او دخپلې نیابتي جګړې پیټی ورباندې وچلوي .
دهمدې لپاره یې که په شمال کې پخوانی ګلم جم ، پاټکیان او جګړه ماران یوځل بیا داربکیانو په نامه راژوندي کړل ، په جنوب کې یې دکلیو چرسیان ، پوډریان ، غله او نور بې جلبه مخلوق داربکیانو په نامه تنظیم کړل ، په نظامي ډګر سربیره یې دتبلیغاتي جنګ لپاره هم دعصمت قانع غوندې پخوانۍ مستهلکې څيرې یوځل بیا وګمارلې ، ترڅو  داسلام او جهاد په وړاندې  تبلیغاتي  سنګر وچلوي .
څرنګه چې دکلیو او پوستو کوڅه ډب ټوپکوال دخلکو لخوا ټوپکي اربکیان بلل کیږي ، دتبلیغاتي برخې امریکایي جګړه مارانو ته  په مطبوعاتو کې د( قلمي اربکیانو ) نوم ورکړل شوی دی ، هغوی چې له قلم څخه یي داربکي ټوپک جوړ کړی ، دقلم څخه په استفاده په اسلام او وطن حملې کوي ، او دخپلې خیټې دډکولو لپاره له امریکایي سفارت څخه پیسې ورباندې ترلاسه کوي .
قلمي اربک  عصمت قانع له څه مودې راهیسې په خورا اخلاص دجهاد او مجاهدینو په خلاف خپل قلم وچلاوو ، نوش جان یې ، ځکه ډالر مفت نه هضمیږي ، مګر په دې وروستیو کې چې امریکا دشکست ترخه څکلي ، او عملایې تیښتې ته  پایڅې نغښتي دي ، د پوستو دناخبره اربکیانو غوندې قانع هم په پوره ناخبرۍ لګیا دی ډزیږي
که دپوستو اربکیان دوضعیت په تحلیل نه پوهیږي ، اوبې ځایه مقاومت ته دوام ورکوي ، خو شاید نه به راډیو لري او نه  به یې په خبرو پوهیږي ، عصمت قانع چې په وضعیت له پوهیدو سره سره لاهم له اربکیتوبه لاس نه اخلي معلومیږي ، چې هماغه  دکلیوالو متل په ځان تطبیقوي .
زه باور نه کوم چې طالبان دې عصمت قانع دومره مهم وبولي ، چې یوه مرمۍ ورباندې ضایع کړي ، ځکه په مرمیو کې ترټولو ارزانه مرمۍ   دثقیل ماشیندار ده چې  یوه دانه یې په ۱۵   افغاني کیږي ، عصمت قانع چې مجاهدین ورته دیوې روپۍ ارزشت هم نه  ورکوي ، فکر نه کوم چې پنځلس افغانۍ ورباندې خاورې کړي .
خو ددې لپاره چې دخلکو په نظر کې یې خپل حیثیت نور هم نه وي پایمال کړی ، باید چې له اضافي ډزیدلو ځان وساتي .
عیسی خان قانع صاحب ! هغه امریکا چې تاسو یې د جنګي خبریالۍ شرف درلود ، او دانګور خان وزیر ترانګوراډې مو منډې ورسره وهلې ، نور له غورځنګه لویدلې ده ، او ضعف یې له دې معلومولای شئ ، چې حامد کرزي ته په دروغو ډاډ ورکوي چې دطالبانو بیرغ دقطر له دفتر څخه  لرې شوی دی ، شاید دادامریکاپه معاصر تاریخ کې لومړی ځل وي چې دبهرنیو چارو وزیر یې دخپل کسر شان دپټولو لپاره صریح دروغ وایي ، جان کیري کرزي ته وویل چې دطالبانو بیرغ مو لرې کړی ، مګر ورشئ په بي بي سي فارسي کې د داود قاري زاده  مصور راپور وګورئ چې دطالبانو بیرغ لا هم رپاند ښيي  .
داچې تاسو په خپلو وروستیو اربکیانه  بابولالو کې یوځل بیا طالب هدف ګرځولی او خپله دودیزه خیټالوجي مو غږولې ، ښه مو نه دي کړي ، ما له تیرې لیکنې وروسته له ځان سره ټینګه فیصله کړې وه ، چې نور به له داسې ناندریزو بحثونو څخه لاس اخلم ، مګر داچې تاسو په اربکیتوب اصرار کوئ ، زه مجبور یم چې خپل انټي اربک جهادي قلم  درپسې راواخلم ، دمحور داربکي ورځپاڼې د صلیبي جاسوس مطیع الله اباسین  دخوشالولو او خپلې تنخوا دنغدولو لپاره شاید تاسو اړ اوسئ ، چې یوڅه ولیکئ ، مګر ضرور نه ده چې خپل قلم دخپل اولس د مجاهد قشر په وړاندې وچلوئ ، داچې تاسو وایئ طالبان امریکایي پروژه ده  او دامریکا په اشارو حرکت کوي ، باوري اوسئ ، چې طالب لکه څنګه چې امریکادجنګ په ډګر کې ماته کړه ، همداسې به یې د میز په سر هم سترګې ور ټیټوي ، طالب په حقیقت کې دامریکا او ستاسو په شان دامریکا دتنخوا خورو د شکست لپاره الله تعالی پیدا کړي ، دا مقاله یاد وساته چې ان شاءالله زر یا وروسته  به تاسواو ستاانډیوالان  په خپلو اربکیانه لیکنو  دشرم احساس کوئ .
قانع جانه  وروسته خبره دادرته کوم ، چې اربکی خو شوئ  مګر خربکی له ځانه مه جوړوئ ، اربکی هغه ته وایي چې یو څه موده یي د ډیویډ پیټراییس ډالر وخوړل خواوس بیرته په خپلو کړو پښیمانه دي ، او مجاهدینو ته تسلمیږي ، مګر خربکی هغه سرناخلاصه ته وایي ، چې کاسه یې تر آش ګرمه ده ، امریکا جګړه پریږدي او تښتي او دوی دناخبره زامن لا هم ډزیږي ، او په دې توګه یوازې  هلاکت په بیه اخلي .

مجاهد قلموال

 

لیکنه دلیکوال خپل نظر دی – اداره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x