افغانستان

د بهرنیانو په بمبار کي د طالبانو په ګډون لسګونه ملکي وګړي شهیدان سوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۷مه، ۱۳۹۵ ل): تېره ورځ د مارجې ولسوالۍ د پنځم بلاک په سیمه کي بې پلوټه الوتکو پر عامو خلکو باندي برید کړی چي له امله یې لسګونه عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي.

تېره ورځ د هلمند چارواکو ادعا وکړه چي په هوایي بریدونو کي یې د طالبانو یو روزنیز مرکز له منځه وړی او هلته موجود ۵۰ تنه طالبان یې وژلي او ۸ نور یې ټپيان کړي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د یوې اعلامیې په خپرولو سره  د هلمندي چارواکو ادعا رد کړي او وایي چي په پروني بریدونو کي عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتي ده، نوموړۍ زیاتوي چي بې پلوټه امریکایي الوتکو د عامو خلکو پر ګڼه ګوڼه بمبار کړی او لسګونه هیوادوالو ته یې مرګ ژوبله اړولي ده.

نوموړۍ مني چي په برید کي ددوی څو تنه طالبان وژل سوي خو وایي چي شمېر یې ډیر کم دی.

د طالبانو ویاند امریکایي او افغان ځواکونو ته اخطار ورکړی چي ډیر ژر به د خپلو هیوادوالو د وینو انتقام ددوی څخه واخلي تر څو په اینده کي دداسي ناوړه بریدونو څخه ځانونه وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x