
د عبرت او یاداښت وړ!
قاري سعيد
حکمتیار تاریخي تنزل وکړ او په لومړي ځل یي په سیاست کې حاتم بخشي وکړه، په داسې حال کې چې امریکا یی د ګوند غړي په تورلست کې داخل کړي و، ده په مقابل کې خپلې ټولې غوښتنې هیرې او پرته له دعوته یي سولې او مذاکراتو ته غاړه کیښوده.
په کار خو دا وه چې ارګ او امریکا پلوو، د نوموړي ددې ستر تنزل همدومره قدرداني کړې وای،هغه یي د ادعائي سولې اتل نومولی وای، د هغه ددې یواړخیز تنزل په ویاړ یي مدحیې او قصیدې ویلې وای.
مګر د ارګ سیکولرانو څه وکړل.
د ارګ په رسمي ورځپاڼه سرخط کې یي د حکمتیار په خولې پورې خندا او پوزخند پيل کړ،د هغه له خپل موقف څخه تنزل او کابل ته راتګ یي د میړوښې واده وباله،چې نه په ډنګ ارزي او نه په یادولو. په ورپسې ګڼه کې یي نوموړی د پاکستان ګډورۍ وباله چې د اشرف غني په پښو کې به حلالیږي.
دې جریان ته که ژور متوجه شو پوره سبق آموز دی.
دا جنګ د ارزښتونو دی، لکه موږ ته چې خپل ارزښتونه مقدس دي سیکولرانو ته هم خپل مواقف همدومره ارزښتمن دي، لکه موږ چې له بي دینۍ سره هرځای او هرکله کرکه لرو دوی هم له دیانت سره همداسې کرکه لري.
د دوی دغه اوسنۍ زارۍ او طالب ته د خپه ورور ویلو پالیسي یوه خدعه او مجبوري ده،که طالب همدا نن په خپلو ارزښتونو پښه کیږدي، او د اشرف غني سولې ته غاړه خم کړي. په سبا به ورپسې همداسې پوزخند روان وي لکه حکمتیار چې رسما ورباندې بدرګه شو.
بي دینان په زړه کې ذره قدر رحم او عاطفه هم نلري، دوی ته له خپلو همفکرو پرته ټول انسانان بې ارزښته موجودات ښکاري، نو ځکه ورته هیڅ حق په رسمیت نه پیژني.
که څوک په بي دینه سیکولرانو د کثرت ګرایي د زغملو باور لري، نو وردې شي په تاجکستان کې دې د پخلاینې له بهیر وروسته حالت مطالعه کړي، چې د اسلام پالو سره شوې وعدې تر کومې کچې په ځای شوې، او کله چې رحمانوف د ارامۍ تنفس وکړ په اسلامپالو یي کوم ډول میچنې وګرځولې.
افرین قاري صیب
ډیر پر ځای لیکل مو کړي دي، هیله دی حکمتیار صیب زده کړه ترې وکړي، او مجاهدین عبرت ترې واخلي.
قاري سعيد چی کوم شی لیکلی دی دا یوازی دژور تعصب نمونه دی راسی حقیقت وگوری چی ایا حکمتیار یوه زره هم تنازول کری او که نه راشی دصلحی شورا خبری واوری چی هغه وایی چی دحزب اسلامی شرایط دخارجیانو وتل لمری او اخری شرط دی بی لدی سخه صلحه امکان نلری ایا که سوک خپل مخالف جهت ته دخپل دریز وراندی کول په شاه تگ وی په کوم عقل او استیدلل اشرف غنی دیو میاشت مخکی بلنه ورکری چی موژ موافق یو چی خارجیان اشغالگر ووزی نو حزب اسلامی خبرو ته تیاری شودلی ایا که امریکا یان او ناتو… نور لوستل »
د شخصی ګټو لپارره دا دپاکستان بی قدره شوئ ګوډاګي له خلقيانو، دوستم يانو ، ربانيانو سره جګړې پيل ، او له ډيره پخوا څخه په اتلاف او اتلاف بازي او د بی ګناه افغغانانو ،په خاصه توګه پښتنو په وژلوو کی مشهور جلاد دی. نو افغان ملت يې تل او په هر ځای کی له خادی نه نوور هم ذليل او ټيټ غواړي.