
طالبانو د فتحو بهیر په نامه نوی فیلم خپور کړی
نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۷مه، ۱۳۹۵ ل): د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي له لوري نن ټکی آسیا ته په رسیدلي خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددوی د الاماره سټوډیو د فتحې بهیر په نامه دوهم فیلم نندارې ته وړاندي کړی.
نوموړي ویلی چې دغه فیلم د کونړ ولایت په مروري ولسوالۍ کې جوړ شوی او د همدې سیمي جګړې، غنمیتونه او د طالبانو تمرینونه په کښي ښودل شوي.
طالبان د خپل عادت سره سم د خپلو فیلمونو سره نوي ترانې هم بازار ته وړاندي کوي چې د قاري یوسف په وینا په دغه فیلم کې هم نوي او په زړه پوري ترانې یو ځای شوي دي.
طالبان اوس هم د خپل وفات شوي مشر ملا محمد عمر مجاهد ویناوو او پيغامونو ته ځانګړې توجه لري، د قاري یوسف په وینا ددې فیلم په پای کې هم د هغه وینا او غږیږ پيغام ځای پر ځای کړی.
که څه هم نن ټکی آسیا ته ددې فیلم انټرنیټي ادرسونه رسیدلي، خو تر اوسه یې بشپړ کتلی نه دی، خو د فیلم د لومړۍ مقدمې تر لیدلو وروسته داسي جوتیږي چې طالبان په دغه فیلم کې د کونړ په ولایت کې خپل د زور او ځواک ښودل غواړي، دوی زیات شمېر جنګیالي ښکاره کوي چې په وسلو سمبال دي، د طالبان سپین بیرغ پورته کوي ، د الله اکبر چیغي وهي، پر یوه پوځي قرارګاه برید کوي او وروسته تر لاسه شوي غنیمتونه او وسلې ښکاره کوي.
طالبانو په دې وروستیو کې ویډیويي فیلمونو ته توجه زیاته کړې او د خپل نظر او پرمختګونو د اثبات لپاره یې د وسیلې په توګه کاروي.
