
افغانستان
کابلوف: لويديځ هېوادونه افغانستان له روسيې وسلو اخيستو ته نه پرېږدي
نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۷مه، ۱۳۹۵ل): لويديځو مرستندويه هېوادونو افغانستان منعه کړی، چې د دوی په مرستو به له روسيې وسلې نه پېري.
افغانستان لپاره د روسي ولسمشر ويلاديميرپوتين ځانګړی استازی ضمير کابلوف وايي، افغانان ډېر هيلهمن دي، چې روسيې سره خپلې اړيکې پراخه کړي او د خپلې اړتيا وړ وسلې او نظامي توکي له روسيې وپېري، مګر غربي مرستندوی هېوادونه په ځانګړې توګه امريکا اجازه نه ورکوي، چې دا کار وکړي.
«افغانستان په خپله رسمي بودجه کې د وسلې پېرلو لپاره ځانګړې برخه نه لري او امريکا، چې پر افغانستان د وسلې اخيستو بنديزونه لګوي، چې نو بايد دا په ياد ولري، چې ۲۰۱۴- ۲۰۱۲ کلونو په ترڅ کې روسيې افغانستان ته ۶۳ نظامي چورلکې ورکړې وې.
ضمير کابلوف دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څه موده وړاندې روسيې افغانستان سره د لس زرو کلاشنکوفونو مرسته کړې وه.