bairagh wadani
د طالبانو سیاسي دفتر

بیرغ او د مسلمانانو تاریخ

د بیرغ استعمال خو د نړی په ټولو هیوادونو، مذهبونو او ګوندونو کښي معمول او رائج دی.

او د یو هیواد، ګوند یا ډلي په پيژندلو کښي د بیرغ رول هم رغنده او روښانه دی.

خو زه اوس د بیرغ د اهمیت او افادیت د روښانه کولو دپاره د مسلمانانو تاریخ ته یو نظر اچوم.

مسلمانانو هم منحیث یو حکومت او هم منحیث یو مذهب په هر وخت کښي د بیرغ استعمال کړی دی. خو په بعضو مواردو کښي د بیرغ استعمال او اهمیت د کتو وي، لکه جنګونه، او انقلابونه.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کښي به هم هره سریه او یا غزوه د یو بیرغ تر سیوري لاندي تر سره کیده، تر څو لښکر په سمه توګه رهنمائي او استعمال شي، او د جنګ په دوران کښي به د بیرغ رول په مسلمانانو ډیر مهم وو.

د هري غزوې نه مخکښي به رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو لښکر تیار کړو، او بیرغ به یې داسي یو صحابي ته ورکړو، چي د هغه میړانه او شجاعت به د کتو وو.

په مختلفو غزواتو کښي د مسلمانانو بیرغ د مختلفو صحابه وو سره وو، لکه په غزوه بدر کښي د مسلمانانو عمومي بیرغ د مصعب بن عمیر رضي الله عنه سره وو، په غزوه احد کښي هم د مصعب بن عمیر رضي الله عنه سره وو، چي په همدې غزوه کښي بیا شهید شو، په غزوه خیبر کښي بیرغ د حضرت علی رضي الله عنه سره وو، او خیبر د هغه په لاس فتحه شو.

او طرف مقابل به هم بیرغ ته په همدې اهمیت قائل وو، په غزوه احد کښي د مشرکینو دوه علمبرداران مردار شول، او بیرغ ته یوې ښځي لاس واچوو، خو لوېدو ته یې پرېنښودو.

او په همدې توګه د جنګ مهم هدف به علمبردار وو، تر څو بیرغ تری وغورزول شي.

د مسلمانانو اوسني حالاتو ته په کتو سره زه غواړم چي د غزوه موتی هغه جریان ستاسو سره شریک کړم چي مسلمانانو د بیرغ په پورته ساتلو کښي څومره مشکل حالات برداشت کړل.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل سفیر حارث بن عمیر چي د بصری د بادشاه لخوا په شهادت رسیدلی وو، د بدل اخیستلو په نیت د صحابه وو 3000 کسیز لښکر تیار کړو، او د زید بن حارث په مشری یی د رومیانو په جنګ کولو وګمارلو، او د رخصتولو په وخت یې داسي وصیت ورته وکړو: د هغه چا سره وجنګیږئ چي د الله نه منکر وي، دوکه مه کوی، تیری مه کوی، ماشوم مه وژنئ، زاړه او ښځي مه وژنئ، وني او بوټي مه اوباسئ. ستاسو امیر زید بن حارث دی، که دا شهید شي، بیا جعفر بن ابي طالب او که دا هم شهید شي نو بیابه عبد الله بن رواحه د مسلمانانو قومانده په لاس کښي واخلي.

د مسلمانانو 3000 کسیزه لښکر د رومیانو د دوو لکو کسیزه لښکر سره مخامخ شو، او برید یې پرې وکړو، خورا درانه تلفات یې ور واړول، په بله ورځ باندي د رومیانو له خوا سخت برید وشو، او د ډیر مقاومت نه پس یې زید بن حارث په شهادت ورسولو، د مسلمانانو بیرغ جعفر بن ابي طالب پورته کړ، او جنګ یې شروع کړ.

رومیانو هم د قومانده مرکز او د بیرغ نسکورېدو ته خپل ټول بریدونه متوجه کړې وه، تر څو جعفر بن ابي طالب د شدید ګزار له امله خپل ښي لاس قربان کړو، بیرغ یې په چپ لاس کښي ونیوو، دا لاس یې هم قربان شو، بیرغ یې د اوږې او ستوني تر منځ ونیو، خو دښمنانو د بیرغ اهمیت ته په کتو سره بل ګزار ورکړ، او په شهادت یې ورسولو، تر څو بیرغ وغورزي.

خو بیرغ د مسلمانانو دریم امیر پورته کړو، او د بیرغ نه په دفاع کي هغه هم د شهادت جام نوش کړ، او شهید سو، تر څو مسلمانانو حضرت خالد بن ولید رضي الله عنه مشر وټاکه، او الله جل جلاله مسلمانانو ته د هغه په لاس فتح نصیب کړه.

هر کله چي یو کار د مسلمانانو په روحیاتو مثبت اغیز وکړي، او د مسلمانانو د یو والي سبب شي، کفار د هغې کار په کلکه سره مخالفت او مخنیوی کوي، همدا رنګه په قطر کښي د اسلامي امارت سپین بیرغ چي د مسلمانانو سپیڅلې کلیمه پرې لیکل شوې، د مسلمانانو روحونه تازه کړل، او یو والی یې په کښي پيدا کړو، نو سمدستي کفارو او د هغوی مزدورانو ددې کار مخالفت وکړ، او مخنیوی هم.

نو اوس ټولو مسلمانانو او خاص کر اسلامي امارت ته دا په کار ده چي د خپل بیرغ څخه په کلکه دفاع وکړي، او پرې نه ږدي چي کافر د مسلمانانو دا خوشحالي په خفګان او یا په تفرقه باندي بدله کړي، که چیرته اسلامي امارت د بیرغ په بیرته پورته کولو او د اسلامي امارت نوم په هغوی منلو کي پاتي راشي، نو پروا نه لري، خو ددوی د خپل بیرغ او نوم نه په کلکه دفاع به مسلمانانو ته هم هغه سي خوشحالي ورکړي کوم چي د بیرغ پورته کولو سره ور ته ورسیده.

ابو حدیر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د