مه خفه کېږه! (۷۰)

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ څه کوې!؟

دې ته مه ګوره، چې خلک له تا سره څه کوی، بلکې دې ته ځیر شه، چې ته له الله تعالی سره څه کوی؟

امام احمد رحمة الله په کتاب الزهد کې قدسی حدیث نقل کړی، چې الله تعالی وایې:
” پر تا تعجب دی اې د آدم بچیه! پیدا کړی ما یې، او عبادت د نورو کوې، روزی زه در کوم، او شکر د نورو ادا کوې. ”

د عیسی علیه السلام په سیرت کې راځی، چې د دېرشو ناروغانو درملنه یې کړې وه، او بې شمېره ړانده یې د الله تعالی په اذن بینا کړی وو، او هغوی بېرته د ده دښمنۍ ته مټې را بډوهلې وې!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د