د ګډ حکومت دواړه مشران پر ټاکنیزو اصلاحاتو لاهم یوه خوله نه دي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۷مه، ۱۳۹۵ل): د ګد حکومت دواړه مشران د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه لا هم جوړې ته نه دي رسېدلي.

دا څرګندونې د ولسمشر د دویم مرستیال د دفتر رییس له رسنیو سره شريکې کړې او ويلي يې دي چې د مشرانو خپلمنځي مخالفت ټاکنیز اصلاحات له خنډ سره مخ کړي دي.

سردار رحیمي چې د ټاکنیزو چارو د سمون مسوول هم دی، ويلي چې عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني لا هم د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه یوه خوله نه دي.

رحیمي وايي چې د دوی مخالفتونه د دې سبب شوي چې د غوراوي کمېټې چارې هم په ټپه ودرېږي.

هغه وویل که د ګډ حکومت مشرانو تر منځ د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه توافق ژر څرګند نه شي ښايي دا چاره نیمګړې پاتې شي.

رحيمي وايي د غوراوي کمېټه ګڼې تخنيکي او سیاسي ستونزې لري چې په ټاکنیزو اصلاحاتو کې بې اغېزې نه شي پاتې کېدلی.

وړاندې تر دې داسې خبرونه ورکړل شوي و، چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

ياده دې وي د ټاکنیزو کمیسیونونو په اړه د اصلاحاتو سرسختی پلوی اجراییه رییس ګڼل کېږي، هغه دعوه کړې چې دواړه ټاکنیز کمیسیونونه له فساده تر مرۍ ډک دي، اجراييه رییس د دې کمیسیونونو له اصلاح پرته د ولسوالیو د شوراګانو او پارلمانې ټاکنې نا ممکنې ګڼلې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د