نظــر

لېونتون، لیکوال: احمد جرس

که څوک پرې بده ونه ګڼي، زما پر اند خبره همداسې ده، ځکه چې هر څوک، هره ډله، هر مېړه، هره ښځه، هر شاګرد، هر استاد آن زموږ د ټولنې هر غړی په دې مرض اخته دی. خبره د انجينر صيب سلام دين وه، انجينر صيب د افغانستان د يوه ګوند يو مخلص د دوی  په  ژبه “ورور” و. او دا يوازې د انجينر صيب ستونزه نه ده، بلکې زموږ د ټولنې يوه اجتماعي ستونزه ده. له انجينر صيب سره په يو مجلس کې مخامخ شوم؛ نو پرته له دې چې موضوع ته پام وکړي يا د مجلس د ګډونوالو څه خيال وساتي، سياسي بحث ته يې زړه کېده. ما ورته ويل چې دا بحث پريږده ځکه چې موږ  افغانان داسې خلک يو چې د نظر  اختلاف نشو زغملی وار له واره پرې خپله خبره منل غواړو، چې بالاخره مجلس په جنګ او دعوو پای ته رسيږي؛ خو د انجينر صيب زړه ډېر بخار کړی و او خپلې خبرې ته کلک و.

ـــــــ ښه انجينر صيب وايه  مهرباني وکړه!
ــــــــ دا طالبانو باره کې مو څه نظر دی؟
ــــــــ تاسې پخپله پکې څه واياست؟
ــــــــ ياره زما خو د دوی په وجود کې شک دی…
ملا سيدا ګل خبره ور شنډه کړه، ځه بابا ته سر پياز کون پياز چې ستا پکې شک دی، خپل کار کوه. ما پر انجينر صيب ور غږ کړ چې ګوره زما دې ونه منله…
 انجينر صيب زياته کړه چې نه ياره د خبرې حل نه دی. زما د خبرې ځواب راکړئ!
ملا ګل جان ور غږ کړ چې ښه دا مو لا پکې شک و چې دومره منډې يې درکړې، او که دا مو يقين وای نو څومره منډې به يې در کړې وای؟
 دغه مجلس زموږ د ټولنې مشت نمونه خروار و. که زموږ هر ولايت هرې ولسوالۍ او هر کلي ته يو يو ارواپوه وټاکل شي او يا نفسياتي سروې وشي، نو زموږ  ډېری ولس به نفسياتي او رواني مريض وښودلی شي.
که زما په خبره مو شک وي نو تاسې چې له هر چا سره مخ شئ، خبرو ته يې ځير شئ، زياتره خبرې به يې بيکاره او غير ضروري وي، په ساعتونو ساعتونو به لګيا وي، مبتدا او خبر به يې نه وي معلوم، خپله خبر به د کاڼي کرښه ګڼي او خپله فارموله به د ولس د رنځ دارو ګني. که څوک ورسره د نظر اختلاف وکړي، نو هغه به د ده په ګومان د قران کريم او احاديثو مخالفت وي. ډاکتران تل د رواني مريضانو د کورنيو غړيو ته مشوره ورکوي چې له ده سره به د نظر اختلاف نه کوئ، که د شپې ووايي چې ورځ ده، تاسې به هم وايئ چې هو بالکل، دې روښانه لمر ته ګوره څومره ښه ښکاري او که د ورځې يې و ویلې چې شپه ده نو تاسې به هم وايئ چې ولې نه، دې ښکلې سپوږمۍ او رڼو ستورو ته ګوره څومره ښه رڼا کوي.او كه څوک چا ته تيليفون هم کوي، نو دا فکر نه کوي چې له کاره خو به مې نه يي ويستلی يا مصروف خو به يې؟ او تر اوسه داسې تيليفونونه ډېر کم راغلي چې خپله خبره دې په يوه يا دوه دقيقو کې ختمه کړي وي. او که تاسې چا ته خبره ور لنډه کړئ، نو زر به پېغور در کړي چې ولې ورخطا يې؟ مصرف خو پر ما راځي، په تا خو نه راځي!!
د ساه پوهنې ډاکتران داسې کارونو او بې فايدې خبرو کوونکو ته ليوني وايي. که تاسې کوم ليونتون ته ورشئ، نوي سلنه ليوني به لګياوي تقريرونه به کوي. موږ تاسې ټول په دې پوهيږو چې زموږ هر وګړي کې د خبرو نه ختمېدونکې خزانې دي خو د اورېدو والا بيخي نلرو. هوښياران له خپل ځان سره انصاف کوي، اوري ډېر او خبرې کمې کوي؛ ځکه چې غوږونه دوه دي او خوله يوه؛ خو زموږ ټولنه بيا د دې پر خلاف خبرې ډېرې کوو او د بل بيخي نه اورو. يو وار يو سړي له بله پوښتنه کړې وه چې څه کار کوې؟هغه ځواب ورکړی و چې شاعر يم. بيا شاعر له دې سړي پوښتنه کړې وه چې ته څه کار کوې؟ ده ځواب ورکړ چې، زه کوڼ يم. د ليونتوب بله نښه شک دی اول خو شک د اسلام له نظره ناروا دی؛ مګر ليوني خلک په بې شمېره شکونو اخته وي. زموږ د ټولنې هر وګړی له بل سره دښمني پالي. أن زوی پلار، مېړه ښځه، ښځه مېړه خپل دښمن ګڼي. زموږ د خلکو که دي، چا سره طبيعت ونه لګيږي، نو له يهودي يې هم ډېر بد ايسي. تاسې به تر اوسه داسې کسان ډېر کم ليدلي وي چې پر بل مسلمان دې يې تور نه وي لږولی.او که څوک د مثبت فکر خبره کوي نو خلکو ته ناپوهه يا بېغيرته ښکاري.        
موږ خو ډېر عجيب خلک يو، هر يو ځان هوښيار، پوه او عالم ګڼو. که يقين مو نشي کرزی او  انډیوالانو ته يې وګورئ چې   ځانونه تر هر چا ډېر هوښيار، ښه مسلمان او پخواني مجاهدين بولي او دا لس دولس کاله يې د امریکايانو لپاره هر ذلت وزغمه. ټول ارزښت يوازې څو ډالر او څو ورځې د چوکۍ هوس دی. د دې ټولو سربېره ځانونه ازاد او خپلواک هم ګڼي، خو کله چې د بهرني يرغلګر په ولسي وګړو بمباري وکړي، نو د تلويزون په يوه مکرجنه ژړا هم وکړي او بيا وايي چې دوی زموږ له مشورې پرته دا کار کوي.
تاسې زموږ د خلکو قضاوت ته وګورئ، چې کله په هېواد کې کومه چادونه وشي نو ټول يې په اړه پر پاکستان تور لګوي چې  دا ټول غمونه له پاکستانه را جوړ دي؛ خو دې ته نه ګوري چې پاکستان زموږ د هيودا په ورانولو کې له امريکا سره هر ډول مرسته وکړه چې تر اوسه دوام لري. دې ظلم او وراني ته موږ د همکاري په سترګه ګورو او دې مداخلې ته په بده سترګه ګورو.
تاسې زموږ ديموکراتانو ته وګورئ چې له DC (dish cleaner and dog cleaner) څخه يې راوستل او يا د غرب له هوټلونو او نايټ کلبونو يې راوستل (په ډې اړه د ډيويډ کلارک يادښتونه چې ملي هيندارې خپاره کړي دي، کتلای شئ) او دلته يې وزارتونه ور وسپارل؛ نو دوی څه ونه کړل. د ګرد هېواد اساسي اړتياوې يې ټولې پوره کړې!!
د بېلګې په توګه شراب، پتلون، نيکتايي، کيبل، د سړيو او ښځو ګډ پارکونه، نايټ کلبونه، ګله يې حمامونه د نجونو لوبډلېو کوبای پتلونونه، تلويزوني کانالونه، امريکايي اقاګانو!! ته د مډالونو ليلامونه او… خير که يو څه غير ضروروي کارونه پاتې دي، د نمونې په ډول که تر اوسه د اوبو يو ډېم جوړ نشو، هيڅ خبره نه ده او که تر اوسه زراعت ته هيڅ پام نه دی شوی نو دا څه خبر ده!! د افغانستان د سيندونو اوبه که ضايع کيږي نو د دوی پرې څه!

څنګه يې څښو څنګه خنديږو راته زهر دې شي
په اباسين د کابل د غرونو اوښکې راځي
“کاروان”

دا هم څه خبر نه ده چې که له سل زرو زيات زده کوونکي د کانکور د ازموينې لپاره راځي او يوازې ۳۰۰۰ پکې منل کيږي او دا نور نهيلي او لا لهانده ګرځي د دوی يې پرې څه!

دا او دې ته ورته ټول غير ضروري ثانوي کارونه به هغه مهال تر سره شي چې زموږ ديموکراتان له خپلو اساسي!! کارو نه فارغ شي، دا به هم وکړي.

تاسې زمو د خلقيانو ليونتوب ته هم لږ و ګورئ. کرملين په ماسکو کې نارې سورې وهي چې، کمونېزم يوه پوچه او ناکامه ايډيالوژي وه. خو دوی اوس هم خلق او پرچم ته په يو او بل نوم خلک دعوتوي. زموږ د ټولنې يوه لويه غمېزه دا ده چې زغم نه لرو. زموږ ملا ډاکتر او انجينر نشي زغملی او ډاکتر او انجينر ته خو ملايان بيخي ليوني ښکاري. زموږ هنرمندان (ډمان) هم ځانونه له ملايانو لوړ بولي.يو ځل راته ارواښاد رحيم غمزده په یو مجلس کې ويل چې دا پلانی په ملايي څه کوي، هغه په خندا ورغبرګه کړه چې بيا به نو ستاسې کسب شروع کړم. که زموږ ټولنه کې خان ته وګورو، هر يو به يې دا کوښښ کوي چې څرنګه ځان کې د قارون او فرعون خويونه پيدا کړي او نور خلک له ځانه کښته وويني که موږ لږ دې خپلې ټولنې ته ځير شو، نو دا ټولنه به راته يو ليونتون ښکاره شي. موږ ټولو اجتماعي توازن له لاسه ورکړی. دې ټولنه کې غريب غريب لېونی دی، مالدار، مالدار لېونی دی. کمزوری، کمزوری لېونی دی. زورور، زورور لېونی دی. لنډه يې دا چې څومره مخکې ځو، هغومره ډېر لېوني به وينو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x