fbpx
sayyaf women

نواميس جمع د ناموس ده

نواميس

احمد – کابل

نواميس جمع د ناموس ده، انسانان تل د خپل ناموس حفاظت کوي. د انسان او حيوان ترمنځ يو له بېلېدونکو فرقونو څخه ناموس ته ارزښت ورکول دي، حيوان د ناموس په اهميت نه پوهيږي ولي انسان په ناموس سر ورکوي.

محترمو لوستونکو کله چې د اسلام ستر لارښود رسول الله د جبرايل امين په واسطه د قران عظيم الشان په څو لومړنیو ايتونو سره په پيغمبري مبعوث شو، رسول الله ډیر ويريدلى وو نو سمدستي خپل کور او حضرت خديجه ته ورغى، هغې ته يې ټوله کيسه واوروله خديجې رسول الله خپل د تره زوى ورقه بن نوفل چې د هغه وخت لوى عالم و ته يووړ نوموړي له کيسې اورېدو څخه وروسته په رسول الله ايمان راوړ او ورته يې له نورو خبرو سره سره دا هم وويل چې: (( يا رسول الله تاته د حق پريښته راغلې ده او تاته يې ناموس (قران) راوړى دي او ته صاحب د ناموس يې)).

قدرمنو لوستونکو علماو ناموس په دوه ډوله وېشلى دى، ناموس اکبر لکله: قران، رسول الله او نور اسلامي ارزښتونه، ناموس اصغر لکه: وطن، کور، مور، خور، ښځه اولاد اوداسې نور. څه موده وړاندې په يوه لويه غونډه کې استاد پروفيسور عبدالرب رسول سياف په خپلو خبرو کې داسې وويل: ((که چېرته زموږ نواميس تر ګواښ لاندې راشي، نو موږ به يو ځل بيا سنګرونو ته لاړشو او د خپلو نواميسو څخه به په کلکه دفاع وکړو)) chapa

قدرمنو لوستونکو له هغه وخت څخه چې زموږ ګران هېواد د صليبيانو د يرغل لاندې دی څو څو ځله زموږ لوی (اکبر) ناموس ته سپکاوی شوی دی او کوچنی ناموس خو مو هر لحظه تر ګواښ او دسپيانو غوندې يې د خپلو شهوتونو د سړولو لپاره په وحشيانه ډول سره کاروي. د دې خبرو تاسو هم شایدان ياستی.

بې له شکه  د افغانانو اکبر او اصغر ناموس هره لحظه له صليبي ګواښ سره مخ دی.

زه پدې نه پوهيږم چې استاد سياف بيا د کومو نواميسو خبره کوي  استاده! ماته شک پيدا کيږي چې ايا ته خوبه ويده، نېشه، مجنون او يا له حالاتو بې خبره خوبه نه يې ايا ته نه پوهيږي چې صليبيانو په ګران هېواد يرغل کړی دی، روزانه په سلګونو بې ګناه خلک وژني، خويندې او ړونې بې ستره کوي د الله پاک دغه قران چې ته يې روزانه په پوهنتون او تلوېزيون باندې تفسير کوي او د رسول الله هغه مبارک احاديث چې ته يې د حفظولودعوه لري او په هر غونډه کې يې اورېدونکو ته اوروي تر پښو لاندې کوي، بولې او په کموډونو کې یې غورځوي، د صليب منسوخشوي دين ته په ډېره ازاده توګه تبليغ کوي، همدا راز زاناوې او نورې فحشاوې خو لاپرېږده ستا د کورنۍ عزيزان په شرابونو او نورو فجاياوو روږدي شويدي، ستا تر کنټرول لاندې ځمکه کې د فحاشيو اډې جوړې شوي دي او داسې نور ډير، که چيرته له دغو ټکو څخه خپل ځان بې خبره بولې نو بیا خو ته يو جسد يې او که ته ترې خبر لرې بيا خو دا ومنه چې تا خپل احساس وژلی دی. د شهيد استاد ياصر رح خبره را پياد شوه ((احساس مړ کړه بيا مزې کوه)) او انسان له حيوان څخه  په احساس لرلو سره برتري لري، بې له شکه تا خپل احساس وژلی دی که له تاسره احساس وای نو تا به دشپې په دوه بجو په ارګ کې د مجاهدينو د ټکولو لپاره صليبيانو ته مشورې نه ورکولی، د صليبيانو په واسطه د زرګونو افغانانو د شهیدانولو په صورت کې د چپ پاتېکېدو لپاره به دې په میلیونو ډالر نه اخیستل، یرغلګرو فوځونو ته به دې د تیلو او نورو لوجیستیکي قراردادونه نه رانیول، څوکاله وړاندې یرغلګرو په بګرام هوایي ډګر کې د خپلو فحاشیو، د اسلام په وړاندې د دسیسو جوړولو او نورو اسلام ضده کرغېړنو کړنو لپاره په سلګونو کانټنري کمرې (خونې) د جوړولو قرارداد شخصي شرکتونو ته وړاندې کړ، ددغه قرارداد د لاسته راوړلو لپاره تاهم خپل نرخ ورته وړاندې کړ او د لاسته راوړلو لپاره دې ډیرې هلې ځلې هم وکړې ولې بیا هم یو عادي ترجمان درنه نوموړی قرارداد وګاټه، ستاپه علاقه قرغه او پغمان کې رنډۍ او شرابخانې دي او ستاد کورنۍ غړي یې مسوولیت په غاړه لري، ستا کسان چې ستا په امر په مختلفو د پولیسو په حوزو کې په کار ګمارل شويدي له رنډۍ خانو څخه خپله هفته(حق) اخلي. د هېواد ټولې دښتې تا په خپل نامه کړې او داسې نور ډیر… پورتنۍ خبري زه په ثبوت سره وړاندې کولی شم.

درنو لوستونکو د روسانو سره د جهاد په وخت زه په کوېټه کې د اتحاد اسلامي په ابتدایه ښوونځي کې د اول ټولګي زده کوونکی وم چې استاد سیاف د مجاهدنو د لیدو لپاره کوېټې ښار ته راغلی وو هغه وخت ټکنالوجي دومره پرمختګ نه وو کړی ولې بیاهم مجاهیدینو به د خپلو مشرانو تبلیغات او مشورې د ټیپ په کیسټ کې خوندي ساتل، د استاد سیاف دغه او نورې زیاتې کېسټې زما لاسته راغلې، ګرانو لوستونکو د کوېټې په ښار کې چې استاد کومې خبرې کړي دي څو ټکي یې تاسوته نقلوم. (( ۱. مجاهدینو تاسو به خبر یاست چې ملل متحد غواړي چې یو ځل بیا عیاشه زاهرشاه افغانستان ته راولي د دوی په خوله ترڅو په افغانستان کې سوکالي راشي، ګورئ اې مجاهدینو! که له تاسو څخه یو هم زماسره ونه دریږی زه اوستار چې ژوندي یو زاهرشاه افغانستان ته نه شي راتلی البته ستار د استاد دکوچني زوی نوم دی. ۲. مجاهیدنو ستاسو سره د الله تعالی نصرت شته او تاسې باید نړي د سره ښامار نه خلاصه کړئ، ولې تل له مسلمانانو څخه مرسته غواړی زه دا نه خوښوم چې تاسو له امریکایانو او یاهم له نورو کفارو څخه مرسته واخلی، ځکه کفار د اسلام په وړاندې شوم اهداف لري)). استاده ته او ستا زوی ستار هم ژوندي وی او زاهر شاه هم راغی تا پخپله ورته نامي میلمستسا وکړه او نن چې کفار د اسلام لپاره کوم شوم اهداف پلي کوي د هغو په وړاندې کوم خنډونه چې رامنځته کیږي د هغه خنډونو د هوارولو لپاره ته کوششونه کوي او د ځان لپاره یې افتخار هم ګڼې پدې کارونو سرته رسولو سره ځانته د ملي اتل او قهرمان مجاهد لقب هم غوره کوي. ته دې امریکا او د هغوی د متحدینو یرغل ته یرغل نه وایې. د الله تعلی په ذات قسم دی چې ته خو یا پرون د روس په وړاندې په غلطه وې او یاهم نن په غلطه یې، که پرونی جهاد حق بولې بیا نن ولې چپ یې نه یواځې داچې د جهاد ناره نه پورته کوې بلکې تخریب دې هم شروع کړی  او هغه مجاهدین (طالبان) چې نن د صلیبي یرغلګرو په وړاندې یې د جهاد سپېڅلو سنګرونوته دانګلي او د دوی لپاره د اغزي مثال لري په ځای د دې چې تایې باید نن مشري کولی او پخپله ژبه دې هغوی د یرغلګرو په وړاندې هڅولی هغه خو نه کوي بلکې په وړاندې یې ځان نر نر کوي او ورته وایې چې زه ټولو ته جیلنج ورکوم راشی زماسره لفظي مشاجره وکړی، دغه ایتونه او احادیث چې تا حفظ کړي دغه دې ستا اورمیږ در مات کړي، ته شرمیږي نه ایا ستا سره حیا شته؟ ته خپل ځان پېژنې؟ ته څه وې او څه درنه جوړ شول؟، په پارلمان کې څوځله رنډیو بې پردې کړې، د ریاست جمهوري په ټاکنو کې تا تقریباً اووه فیصده رایې واخیستې هغې دې هم درغلي کړې وه، زه پدې نه پوهیږم چې ته په څه شرمیږي، له دومره کمزوریو سره سره بیاهم چې ته په هسکه غاړه کرځې افرین پرتا ډیر غیرتي یې سم د غیرت کان یې او په رشتیا هم چې نر یې شاوخوا دې چې راټول دي او په خبرو کې د تکبیر ناره وهي هغه ټولې ښځې دي، ته په هغو کې نر یې یعنې په ښځوکې نر… ستا خپلو خبرو ته پام شته ته وایې چې زه د جهاد یوه ورځ په زرو داسې دولتونو لکه د افغانستان نه ورکوم او بیا په همدغه دولت غږ کوي چې مجاهدین له پامه مه غوځوۍ مطلب دې لدې خبرو نه څه دی، دا ومنه چې ته بې احساسه یې او هیڅ شرم نه لري. او ستا هدف له نوامیسو څخه ستا خپلې شخصي ګټې دي، که ترګواښ لاندې راشي نوبیا به ته او ستا شریکان سنګرونو ته لاړ شئ الله تعالی داسې سنګرونه وران کړي چې د اسلام په وړاندې کارول کیږي.

ته په افغانستان کې جهاد فرض عین نه بولې؟ تاته د حضرت کعب رض کیسه در معلومه ده چې جهاد ته د نه تګ په صورت کې رسول الله تقریبا دوه میاشتې ټول حقوق ورنه صلب کړل. ته به رسول الله ته د محشر په ورځ په کومو سترګو ګورې سره د دې چې د شفاعت تمه هم ترې لرې ایا رسول الله به له تا مخ وانړوي؟ او ستا په حق کې به الله تعالی څه ووایې؟ او دا فکر وکړه چې الله تعالی به درسره څه معامله وکړي، بې له شکه مادیاتو پرتا ډیره زیاته غلبه کړې ده او ستا په زړه یې توره پرده غوړولې ده، ځکه ته هر ایت او حدیث شریف په خپله نفعه اړوي. اوس هم وخت دی الله تعالی ته د توبې لپاره خپل لاسونه لپه کړه ځکه چې الله تعالی رحیم ذات دی او که داهم نه کوې مجاهدینو ته سپکې سپورې مه وایه او هغوی مه تخریبوه. داومنه چې د حساب ورځ راتلونکې ده که الله تعالی ته منظوره وه اول خوبه پدې دنیا درسره حساب وشي او کنه د حشر د ورځې حساب خوشته.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عمر
میلمه
عمر

بسم الله الرحمان الرحيم (سيافه خر خو خه خر يي خو يوه لكي نه لري) د انسان زره چي پاك نه وي او د الله نه بلكي د پيسو لپاره يا د مادياتو لپاره هغه هم د اسلام يا د مجاهد په لباس كي جنگ كوي او يا هم منافقت پكي وي بيا الله هغه پدي او په هغه دنيا شرموي او بيا يي له خزو سره سلفي اكسونه ته ار باسي خو جهاد يوه ديره پاكه كلمه ده او جهاد كي چي خيانت وشي او د مهاجيرينو مال چور چپاول شي او يا هم له منزه ويورل شي بيا… نور لوستل »

محمد محمدی
میلمه
محمد محمدی

دا زمانه دیره خطرناکه دور دمادیاتو دغلبی دور ده او داسی دور ده چی تر دی مخکی دبابا ادمه نیولی تر دغه سل کاله مخکی دومره شیان دمادیاتو نه وو اونه دا خطرناک دجالی سیستمونه ول او ددنیا جوړولو او ذیب او زینتونو او په ظاهره خایسته ابادیانی قصرونه ایرکندشنونه اونور رنګارنګو موترونو موبایلونو ایفونونو او بلا نور ظاهراا دسهولت اوخایسته دزینتونو شیان او دضرورت مضر شیان غلبه ده او دی شیانو ته تینګیدل دهر انسان د توان کار نده دلته ددیشیانو قلت باندی صبر کولو او یا هم له لاسه ورکولو ته پوخ ایمان غواړی نو هر کس او… نور لوستل »