نظــر

دوه کاغذونه د افغان ځوانانو شپاړس کلن هدفونه

لیکوال: عصمت تره کی

پوهنه دنيک مرغۍ او پرمختګ په لور يوازني لاره ده ، هرملت چي دي لاري ته مخه کړي نونيک مرغۍ اوپرمختګ ته رسيدلي .

ځواکمن شوي ، بريالي شوي او بلاخره د يو خپلواک نوښتګر ملت په توګه راڅرګند شوي . لنډه دا چي پوهنه زمونږ د ننني خوږونو اوستونزو يوازني درمل بللي شو .

چي پدي ورستي لسيزه کي د افغان ولس زياتره ماشومانو او ځوانانو دښي راتلونکي په موخه دي لاري ته مخه کړه .

چي له بده مرغه پدي لاره د تللو ځوانانو يوه لويه برخه په فساد ککړو چارواکو د شخصي ګټو او ښکيلاکګر ځواکونو د ناوړي تګ لاري ښکار شول . داچي پوهنه د يو ولس د يوالي او ځواکمنتيا لامل کيده نو بهرنيانو هم د پوهني په ډګر کي بنسټيز کار د ځان لپاره ګواښ وبلل . نوځکه د بي شميره پيسو له راتګ سره سره نه يوازي دا چي کوم بنسټيز کار ونشو بلکي پدي لار کي دافغان ځوانانو لپاره لويي او  وړي کندي وکيندل شوي او حتي دا لاره ورته په ماينونو وپوښل شوه . لنډه داچي پدي لاره تګ نن دومره ستونزمن دي چي ډير لږ کسان کولاي شي چي په برياليتوب سره تري تير شي .

نوځکه خو په دي لاره د تللو کسانو يوي لويي برخي ته دنوښت  اوبريا هيله نه دي ورپاتي .

بلکي دښووني او پوهني د کيفيت د ټيټوالي له امله يي ترټولو غټه هيله  دشهادت نامي او ډيپلوم لاسته راوړنه وي چي دولس کاله ښوونځي ته د شهادت نامي او څلور کاله پوهنتون ته د ډيپلوم د ترلاسه کولو په موخه په تګ او راتګ کي خپل ارزښتمن وخت له لاسه ورکوي .

چي پدي ډګر کي د زياتو ستونزو پړه هم د دولت په غاړه وراچول کيږي .

ځکه د پوهني او لوړو زده کړو وزارتونو لاسته راوړني تل تر کميت پوري ځانګړي وي .

تل دوي دښوونځيو ، پوهنتونو ، زده کوونکو او زده کړيالانو ډير والي د ځان لاسته راوړنه بللي ولي دا يي هيڅکله نه دي ويلي چي په يادو ځايونو کي په کوم کوم معيار او کيفيت زده کړي ورکول کيږي لنډه به يي درته کړم چي اړوند چارواکو په کاري پلان کي د کيفيت ښه والي نشته د نصاب له بدلون سره کتابونه د څلورنيم مياشتني ازمويني نه وروسته رارسيږي، د نوي نصاب د پلي کولو لپاره مسلکي ښوونکي نشته ، درسي موادنشته ، په مورنۍ ژبه دزده کړونشتون خودستونزو  يوه بله نړي ده ،  د زياتره ښوونځيو واړه زده کوونکي دخپلويوه نړي هيلو  دغوړيدلوپه موخه د اوړي په سختو ګرميو کي تر شنه آسمان لاندي کښيناستل په ځان مني خو د کيفيت او معيار د نشتون له کبله د هرڅومره ستونزو له ګاللو سره سره زيانمن شي . ځکه د مشرانو په وينا ماشومان د نيالګيو په څير وي چي بايد په لمړيوکي کوښښ ورسره وشي ترڅو يوبل لوري ته کاږه نشي خو له بده مرغه دافغان ولس زياتره نيالګي د ښووني او روزني د کيفيت د ټيټوالي له امله په بيخ کي لا کاږه شي چي دسپين ږيرو په وينا نه د دين شي او نه هم د سادين شي .

دايي  د لاري د پيل ستونزي چي په اږودو کي يي لوړي ژوري تر سر برسيره دي چي اوس مهال يي يادونه زمونږ تر سويي لوړ بريښي  .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x