افغانستان

د جمعیت اسلامي ګوند د حزب اسلامي له خوا د سولي د خبرو ملاتړ وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۷مه، ۱۳۹۵ل): د جمعیت اسلامي افغانستان ګوند چي مشري یې د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني زوی صلاح الدین رباني کوي، د حکومت د سولي د شورا سره د حزب اسلامي حکمتیار ګوند خبري ستایلی او ویلي چې مونږ ددغه خبرو هرکلی کوو.

په خبرپاڼه کې راغلي : د افغانستان اسلامي جمعیت له وسله والو مخالفینو سره د عادلانه سولې نه د ملاتړ تر څنګ، د سولې له خبرو سره د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د چمتو والي هرکلی کوي، او له طالبانو هم غواړې چې په صادقانه ډول دې بهیر سره یو ځای شي.

حزب اسلامي څه موده وړاندي کابل ته خپل دوه استازي لیږلي وه، تر څو د سولي د شورا مشر پیر سید احمد ګیلاني سره وویني او د سولي په اړه خبري ورسره وکړي.

په دې وروستیو کې د سولي د شورا نیژدو سرچینو خبر ورکړی چې د حزب اسلامي په مهمو غوښتنو کې دا وه چې دوی ته باید په امنیتي ارګانونو او همداسي په سیاسي چوکیو کې ونډه ورکړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x