افغانستان

د سولې عالي شورا: د سولې په هڅو کې د پاکستان پر دريځ نه پوهېږو

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۷مه، ۱۳۹۵ل): د سولې عالي شورا غړي وايي چې د افغان سولې په اړه تر اوسه پورې د پاکستان په دريځ نه پوهېږي.

د دې شورا د دارالانشاء مشر محمد ایوب رفیقي رسنیو ته وويل چې پاکستان باید د سولې د خبرو په اړه خپل دريځ روښانه کړي.

پاکستان چې د څلور اړخیزو ناستو په لړ کې په وروسته ناسته کې د مارچ روانه میاشت د سولې د مخامخ خبرو میاشت بلله، لا هم پخپله ژمنه کې نه دی بریالی شوی.

افغان چارواکو د روانې میلادي میاشتې په سر کې د مارچ لسمه په اسلام اباد کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو ورځ ګڼله، خو وروسته ثابته شوه چې لا هم پاکستان طالبان ناستې ته نه دي اړ کړي.

طالبانو د څلور اړخیزو ناستو په ګډون په پاکستان کې د کېدونکو ناستو په اړه ناخبري وښوده او بیا يې اعلان وکړ چې د سیاسي اړیکو لپاره دوی په قطر کې دفتر لري.

خو لا تېره اوونۍ هم د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي وویل چې دوی تمه لري چې د روانې میاشتې په وروستیو کې به د پاکستان په کوربه توب د طالبانو د مخامخ خبرو شاهدان وي.

تازه څرګندونو کې د سولې عالي شورا د دارالانشا‌ء رییس وايي چې پاکستان یو دريځ نه لري او باید دسولې د خبرو په اړه خپل وروستی دریځ روښانه کړي.

رفیقي ګواښ وکړ چې که پاکستان دوی ته مثبت ځواب ورنه کړي دوی به د سولې په بديلو لارو غور وکړي.

دا په داسې حال کې دی چې نږدې میاشت وړاندې پاکستاني رسنیو د پاکستاني چارواکو له قوله وویل چې دوی پر طالبانو دومره نفوذ نه لري چې له خپلې خوښې پرته يې د خبرو مېز ته کېنوي.

ياده دې وي د سولې په اړه پر پاکستان د باور اړوند د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر عمر داودزی دا لار ترکستان ته غځېدلې بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x