شعـــــرونه

غزل: سيف الله غضنفر

سيف الله غضنفر

له مودو نه مې ارمان دى په زړګي کې
راسره ياد د جانان دی په زړګي کې

په مذهب کې د امام صاحب پيرو يم
هم اسلام مې دين ايمان دی په زړګي کې

مور مې ننه په زړګي کې کور جوړ کړی
ترينه چار چاپير پلار جان دی په زړګي کې

ای دلبره ستا غمونه پکې خښ دي
ورته جوړ مې قبرستان دی په زړګي کې

الله نوره خوشالي کړې ورپه برخه
ځوريدلي افغانان دي په زړګي کې

الله نوره خوشالۍ کړې ورپه برخه
ځورېدلی هر افغان دی په زړګي کې

د بهار هغه خوښۍ په کې پيدا کړې
سر په چيغو ګلستان دی په زړګي کې

د معافۍ لايقه تاته مې لاس پورته
غضنفر ډک له عصيان دی په زړګي کې

سيف الله غضنفر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x