شعـــــرونه

غزل: ثنا ضېوال

ثناء ضيوال

زه به نه یم خو شعرونه به مې لولې
دا لیکلي دیوانونه به مې لولې

زما یارانو به غمجن داستان پرې ګل وي
د خړ قبر بیرغونه به مې لولې

که دې پیر شومه نو بیابه هم شکې یې
درته جوړ ټول تعویذونه به مې لولې

ما به تاته وي لیکلې په کاغذ کې
په زرهاوو ارمانونه به مې لولې

ستا بڼو به پرې لیکلی ضیوال جان وي
د سینې په سر داغونه به مې لولې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x