شعـــــرونه

نارنج ګل: عزت الله ځواب

عزت الله ځواب

شاته شاته دې کتل ګوزار دې وکه
راته پټ پټ دې خندل ګوزار دې وکه
غرونو دښتو بخملي جامې اغوستي
بارانونه ورېدل ګوزار دې وکه
په وسلو باندې سمبال سترګې دې راوړې
بیا باڼه پورته کول ګوزار دې وکه
وار کوه يو ورځ به خامخا مخ کېږو
درته وبه ښايم چل ګوزار دې وکه
نه دې څوک په ناپامۍ کې چېرته ښکل که
نه دې څوک وتخنول ګوزار دې وکه
بلبلانو کډې بل کلي ته ويوړې
ګلابونه رژېدل ګوزار دې وکه
سړيتوب درکې د سره پيدا نه شو
خره له تانه شرمېدل ګوزار دې وکړ
سر دې مات شه چې زما تندی دې مات که
که پردی وې او که خپل ګوزار دې وکه
ته د دوی پاتې کېدلو ته بانه شوې
دوی په خپله مخه تلل ګوزار دې وکه
د وږمو د ورولو پيلامه شوه
په غنچه د نارنج ګل ګوزار دې وکړ
نه دې څوک خپه کولای شول رقيبه!
نه دې څوک خوشالول ګوزار دې وکه
که د بام په سر دې ټوپ وهلی نه وی
سپي به ولې غپېدل ګوزار دې وکړ
چې دوکان یې وهل شوی و بندي شو
غله په ښار کې ګرځېدل ګوزار دې وکه
د ګودر د جنکيانو د خندا شوم
لېونی وې که پاګل ګوزار دې وکه
یو له بله ناخبره نه و ښه و
یو له بله ځارېدل ګوزار دې وکه
ګلاغا چې جلالکوټ کې حکمران و
هلکان به ګډېدل ګوزار دې وکه
شېخه نه دې شاعران انډيوالان و
نه دې ښکلي خوښېدل ګوزار دې وکه
ما ځواب چې ځان ځواب ته جوړولو
ته راپاڅېدلې بل ګوزار دې وکه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x