افغانستان

لوګر: په ښوونځي کې د ملي اردو قرارګاه زده کوونکي له زده کړي محروم کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۷مه، ۱۳۹۵ل): د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو په یوه ښوونځي کې قرارګاه جوړه کړې چې له امله یې تر ۳۰۰ زیات زده کوونکي له زده کړو محروم شوي دي.

د یادي ولسوالۍ یوه قومي مشر خالقداد رسنیو ته ویلي چې د چلتن سیمي په منځني ښوونځي کې د ملي اردو ځواکونو پوځي قرارګاه جوړه کړې چې له امله یې په سلګونو زده کوونکي له زده کړو بې برخي شوي دي.

ددغه ښوونځي زده کونکي هم وايي چې له کله نه چې نوی ښوونیز کال پيل شوی، مونږ نه یو توانېدلي چې ښوونځي کې خپلي زده کړي وکړو.

د لوګر د پوهني ریاست ویاند محمد شاهپور عرب رسنیو ته ویلي چې د تېر کال په ژمي کې دغه قرارګاه د چلتن د هلکانو په منځني ښوونځي کې جوړه شوې او تر اوسه په کښي د ملي اردو ځواکونه پراته دي.

نوموړي وویل چې په دغه ښوونځي کې ۳۰۰ زده کوونکي درسونه ویل چې له امله یې ټول اوس له خپلو زده کړو بې برخي دي.

باید وویل شي چې څلور ورځي وړاندي د بشري حقوقو د څار نړیوال سازمان هم ویلي وه چې د ملي اردو ځواکونه او نور امنیتي ارګانونه د ښونځیو څخه د سنګرونو په توګه کار اخلي.

دلته یې خبر لوستلای شئ: د بشري حقوقو سازمان: افغان امنیتي ځواکونه له ښوونځيو د سنګر کار اخلي

 بشري حقوقو د څار سازمان وايي چې دوی ۱۵ هغه موارد ثبت کړي چې افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې له ښوونځيو د سنګرونو کار اخیستی، خو په وينا يې ښايي کره شمېره تر دې هم لوړه وي.

که څه هم دولتي اړخ ډېری وخت خپل مخالفین د ولسي ودانیو او ښوونځيو په سنګر کولو ملامتوي، خو دغه نړیوال سازمان وايي چې امنیتي ځواکونو په ګڼو مواردو کې خپلې وسلې او مهمات د ښوونځيو ودانیو ته لېږدولي او په لرو پرتو سیمو کې يې ګڼ ښوونځي پر خپلو پوستو بدل کړي دي.

د بشري حقوقو د څار سازمان پر دولت غږ کړی چې له دوی سره د شوي هوکړه لیک « امن ښوونځی » پام دې وساتل شي او په لوی لاس دې د افغان ماشومانو پوهنیز بهیر له نورو ګواښونو سره نه مخ کوي.

ورته لیکنې

Back to top button