افغانستان

په خوست کې ۳۰ تنه محلي پولیس له طالبانو سره یوځاي شوي

7555254398 6b68eaef3c zدخوست ولایت په سفیر ولسوالۍ کې  ۳۰ تنو محلي پولیسو خپلې وسلې په مځکه ایښې او له طالبانو سره یوځاي شوي دطالبانو ویاندذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي ، دغه دیرش تنه محلي پولیس دسفیر ولسوالۍ په مربوطاتو کې دجلب او جذب کمیسیون او په سیمه کې دمجاهدینو ددعوت په نتیجه کې دحق په درک کولو سره له مخالفت نه لاس پرسراو دکرزي ادارې له امنیتي کړیو نه رابیل شول .

دیوبل خبر لمخې نن دننګرهار ولایت دنازیانو ولسوالۍ دسپینه ژي سیمه کې هم ۲ تنه عسکر له خپلو وسلو سره طالبانو ته راغلي ، دطالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره کې په نشر شوي خبر کې ویل شوي ،دا دوه تنه هریو رباني دمیررحمان زوي او خاتم دستانه جان زوي دنازیانو په ولسوالۍ کې ددعوت او ارشاد د ادارې دهلو ځلو په نتیجه کې له مجاهدینو سره یوځاي شوي، خبر زیاتوي دواړه راجلاشوي عسکرو په ملي اردو کې دنده وظیفه اجراکوله .

په دې وروستیو کې طالبانو دمخالف لوري دکسانو دراجلبولو لپاره دجلب او جذب او دعوت ارشاد په نوم مستقل کمیسیون ایجاد کړي چې په لنډ وخت  کې یې دفعالیت ساحه پراخه شوې ، دنوموړي کمیسیون دهلو ځلو په نتیجه کې دهیواد په مختلفو سیمو کې کڼ شمیر پولیس ،دملي اردو عسکر او نور دولتي منسوبین له مخالف صف نه را جلا کیږي او له طالبانو سره یو ځاي کیږي. کوم کسان چې طالبانو ته راځي دطالبانو له لوري په ښه توګه استقبالیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x