غربت «یوه ریښتنې دردونکې کېسه»

عبدالبصير سهاک سمسور

خپل مېنځي جګړه وه، تل به په دې ډېر وېریدو چې د اپېز غونډاری به بیا په چا لوېږي، دا ړنده بمباري به د چا کور د غم په تغره کینوي. د تل په څېر نن هم دې افغانانو ته د سودا لپاره تلم تر څو یو څه ترکاري د بېګاه لپاره کورته راوړم، په زاړه د جرمني بس کې له کارتې ناو نه سپور شوم نیمايي لار مو نه وه وهلې چې د یو ډېر غټ بم اواز مو تر غوږو شو، ټوله سپرلۍ څک غوږونه، حیران حیران یې یو بل ته کتل، داچې دا کېسې تل وې نو مونږ هم خفه وه ولې بیا هم خپل ورځېني کار ته تلو، نن هم خپلې سودا پسې تلم او هیڅ مې په زړه کې ونه ګرځیده چې بېرته خپل کورته ور وه ګرځم.

کله چې له موټر نه کښته شوم نو یو بل توغندی هم دې افغانانو ته راغې، چېغې شوې خلکو ځانونه یو او بلې خواته پټول، ما هم منډه کړې او هڅه مې کوله تر څو یو محفوظ ځای ته ځان ورسوم، ډېرې منډې مې وه وهلې خو داسې ځای مې پیدا نکړ چې ځان مې پکې محفوظ ګڼلی وای، په دې منډو کې ان د پېښې تر ځایه پورې ورسېدم.

وېنې وې او وېنې!! مړي پراته ول، ټپیانو، د پېښې ځای نور هم بوږنونکی کړی وه،ټولو چیغې وهلې، یواځې خپلو (ورور، کاکا، پلار، ماما او داسې نورو) خپل مړي یا ټپیان د پېښې له ځایه پورته کول، نور هر چا دا سود ګڼله چې خپل ځان وه باسي، زه هک حیران ولاړ وم، هېڅ تصمیم مې نشوای نیولای چې څه وکړم!!!

ځان وه باسه! هسې نه چې بل توغندی راشي او ته هم پکې دل شې

نه نه!!! باید مرسته وکړم دې ټپیانو ته ګوره، داهم افغانان دي، دا به هم د چا ځامن وي، خیردی!! که نن مې مرسته وکړه، سبا په ما هم داسې یو وخت راتلی شي.

دا توغندي چې راغورځوی دا لکه چې د روسېې ارموني پاتې دي دا هم ځانته افغانان وايي!! ځان وه باسه، چې د املوکو تول کې به راشې خو بیا مې هم هوډ وکړ چې باید مرسته وکړم، په دې چورت کې وم چې یوه ښځه مې په چادري کې ولیده، ډېره چټکه روانه ده، خو چې ډېر زیات ورته ځېر شوم وینې هم ترې څاڅي، ځان سره مې وپتیله چې لدې ښځې سره مرسته کوم، ورمنډه مې کړې

ترورې ودرېږه زه دې تر یو ډاکټره رسوم، ته ټپي یې ستا ټپ به تا تر ډېره پرې نږدې چې همداسې چټکه ولاړه شې، ښځه هېڅ غږ نکوي خو تګ یې نور هم ګړندی کېږي، زه یې وار خطا کړم، ما هم ورمنډه کړې، کله چې ښځې زه ولیدم چې منډې وهم، نو ښځې هم منډه کړې

زه یې په فکر کې کړم، ما هم خپله منډه چټکه کړه، چې ور ورسېدم نو له لاسه مې ونیوه.

ترورې چېرته داسې ورخطا منډې وهې، زه درسره مرسته کوم او ته له ما منډې وهې، وینې هم درنه څاڅۍ، تر څوبه داسې منډې وهې اخر به دې خپل ټپونه وغورځوي، خو ښځې هڅه کوله ترڅو یوازې ولاړه شي خو ما پرې نښوده چې ولاړه شې، کله چې ښځه ناهیلې شوه زما لاس ته یې څنډ ورکړ او مڼده یې کړې چې په دې وخت کې ترې یو پرې شوی لاس ولویده،

ښځه په خپله ټپی نه وه، نوموړې پرې شوی لاس یې په دې خاطر له ځایه تښتاوه چې په دې پرې شوي لاس کې یوه د سروزرو ګوتمۍ وه، او ګوتمی ځکه نشوای را وتلای چې د ګوتمۍ ګوته پړسیدلې وه، نو ځکه یې ټول لاس د پېښې له ځای نه له ځانه سره وړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د