دیني، سیرت او تاریخ

یوه ګټوره مشوره

د الله دپاک نامه اوسپیڅلیوپاڼو له پاره .

یوه ګټوره مشوره درسره شریکوم ، قرانکریم وایې : ذَلِكَ وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ [الحج:32]، دا او څوک چې دالله دنښو تعظیم او احترام وکړې نودا د زړه تقوي ده . بل ځای وایې : فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ * وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ} [الزلزلة:7،8]، نوڅوک چې دمثثقال ذرې هومره ښه وکړي وبه یې ویني او چې دمثقال ذرې هومره بد وکړې وبه یې وینې .

دعلماو متفقه پریکړه ده چې دالله دنوم احترام واجب او اهانت یې کفر ده موږ او تاسو په ورځپاڼو او ګڼ شمیر نورو پاڼو او ورقو کې وینو چې دالله نوم، قراني ایتونه او نور سپیڅلې الفاظ پرې لیکلې وي او بیځایه او نامناسب ځای غورځول شوې وي .

زموږ وروڼه که په دفتر کې کار کوي او یابل هرځای کار کوي ټولو ته مې دا مشوره ده چې یوکوچنی بکس پیدا او یو مناسب ځای یې کیږدي او په هغه باندې په غټو تورو ولیکي :

د الله دپاک نامه اوسپیڅلیوپاڼو له پاره .

موږ وینو چې ډیر ځله موږ داسې پاڼه پیدا کړو چې هلته دالله نوم یا ایت لیکلی وي خوبیا دهغه د کیښودلو له پاره مناسب ځای نه شو موندلی او په دې اسانه ترتیب سره چې هرڅوک داسې سپیڅلې پاڼه پیدا کوي په هغه بکس کې به يې اچوي اودا کار نه دومره سخت او نه کوم لګښت پرې راځي . که یوځوک دا کار پیل کړي ډیر امید شته چې دا به رواج ومومي او په اجر کې به یې دی هم شریک وي .
اوباید ووایم چې کله دا بکس ډک شي بیا باید دا پاڼې یو مناسب ځای خښې کړل شي او یا اوبو ته وغورځول شي .

له ټولو وروڼو او خوندو هیله کوم چې دالیکنه هرځای خپره کړي کیدی شي د دې ستر کار دپیل لا مل وګرځي او الله به یې ټولو ته اجرونه ورکوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x