
پر یاسرشاه لګېدلی بندیز پای ته ورسېد
نن ټکی اسیا (شنبه، وري۷مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان کرکيټ لوبډلې وتلي ورو بالر یاسر شاه باندې لګیدلی بندیز نن پای ته ورسېد.
یاسرشاه باندې د کرکيټ نړیوالې شورا ۳ میاشتې بندیز لګولی و چې له کبله یې نوموړي په هېڅ یوې نړیوالې لوبه کې د پاکستان استازیتوب نشو کولای.
یاسرشاه د تېر کال د دسمبر په ۲۷مه د ډوپ ټیسټ د پایلې سمې راوتلو سره د نړیوال کرکیټ لوبولو څخه منع شو، خو وروسته د پاکستان کرکيټ بورډ په دې اړه د کرکيټ نړیواله شورا قانع کړه او دغه بندیز درې میاشتو ته ښکته شو.
یاسر شاه لومړنی پاکستان توپ اچوونکی دی چې د پاکستان لخوا یې په ټيسټ لوبو کې په لږو سیالیو کې ۵۰ ویکټې اخېستي دي.