ورزش

افغانستان کوښښ کوي د یوې بریا سره هېواد ته ستانه شي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۷مه ۱۳۹۵ل): افغانستان کرکيټ لوبډله سبا د ویسټ انډيز سره سیالۍ لري او تر وروستي بریده کوښښ کوي چې ویسټ انډيز ته ماتې ورکړي او د یوې بریا سره هېواد ته ستانه شي.

افغانستان په نړیوال جام کې خورا ډیر مینه‌وال پیدا کړل. د افغانستان هجومي لوبو د دوی مخالفو لوبډلو ته په سیالیو کې خورا سخت وخت ورکړ.

جنوبي افریقا سره په لوبه کې د ۱۱۰ منډو هدف پوره کولو لپاره نیمايي منډې په لومړیو لسو اورونو کې وکړلې، خو وروسته یې ویکټې وسوځېدلې او منډې تر ۱۷۰ پورې ورسېدلې. که لوبغاړي په میدان دریدلي وای نو داسې تمه کېدلای شوای چې افغانستان دې د جنوبي افریقا په څېر لوبډله ماته کړې وای.

افغانستان همدا راز انګلستان لوبډلې لومړني ۷ لوبغاړي په ۸۵ منډو وسوځول او که معین علي تېزه توپوهنه نه وای کړې، ښايي منډې یې تر ۱۲۰ هم نه وې رسولې.

افغانستان تر دې دمه د لومړۍ درجه لوبډلو له منځه زمبابوۍ او بنګلادیش ته په نړیوالو لوبو کې ماتې ورکړي خو لا هم هڅه کوي چې یوې سترې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

د افغانستان ځوان ورو بالر راشدخان وايي چې دوی به نور هم ډيرې ښې سیالۍ وکړي خو که دوی ته له سترو لوبډلو سره د سیالیو چانس برابر شي.

نوموړي له انګلستان سره د سیالۍ وروسته وویل چې «کله چې موږ ډیرې نړیوالې لوبې وکړو، نو موږ به ورسره پرمختګ هم وکړو».

«یواځینی څه چې زموږ په پرمختګ کې رول لوبولای شي هغه د سترو لوبډلو خلاف ډيرې لوبې کول دي».

افغانستان تر دې دمه د ویسټ انډيز پرته د لومړۍ درجې ټولو نړیوالو لوبډلو سره لوبې کړي دي او سبا به له ویسټ انډيز سره هم لوبې وکړي.

د ویسټ انډيز خلاف بریا به افغانستان په لومړیو ۱۰ لوبډلو کې پاتې کړي او هم به د دې چانس ډير کړي چې د نورو ۲۰اوریزو لوبو لپاره د سترو لوبډلو لخوا دعوت شي.

ویسټ انډيز تر دې دمه په نړیوال جام کې درې لوبې کړي او درې واړه یې ډيرې په اسانۍ ګټلي دي. ویسټ انډيز تر دې وړاندې په ۲۰۱۲ نړیوال شل اوریز جام قهرماني هم ګټلې ده.

تمه ده چې افغانستان به په اپریل کې له پاکستان سره ۳ یو ورځېنۍ لوبې وکړي چې دا به د افغانستان کرکیټ لوبډلې لپاره خورا ګټورې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x