
بلخ: پر خلم ولسوالۍ جګړه روانه ده
نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۷مه، ۱۳۹۵ل): د بلخ امنیتي مسوولین وايي چې د دې ولایت پر خلم ولسوالۍ ګڼو طالبانو بريدونه پيل کړي دي.
د بلخ د سرپرست والي ویاند منیر فرهاد وايي چې طالبانو د کندوز له چهاردرې د بلخ پر خلم بریدونه کړي، چې درنه مرګ ـ ژوبله پکې اوښتې.
د خلم ځايي امنیتي مسوولین د طالبانو پر وړاندې کمزوري شوي او د بلخ د والي د ویاند په قول له مرکزه ورته مرستندویه ځواکونه رسېدلي دي.
فرهاد وايي چې دم ګړۍ ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده، خو لا هم د طالبانو پر ضد پر عملیاتو بوخت دي.
سرچينه وړاندې له طالبانو د دوو هغو موټر د نیولو دعوه هم کوي چې د دوی پر وینا په کندوز کې يې له امنیتي پوستو بیولي دي، خو طالبانو د دوی د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.