افغانستان

په کندزکې دقومندان نظرپه مشرۍ ۲۰ پوليس مجاهدينوته را اوښتی : ذبيح الله مجاهد

طالب وياند ذبيح الله مجاهد مطبوعاتوته په لېږلي ايميل کې ويلي چې دکندزولايت په خان اباد ولسوالۍ کې ۲۰ محلي پوليس له مجاهدينوسره يوځای شوي دي.
په ايميل کې د دې پوليسو قومندان دنظرپه نامه يادشوی او ويلي يې دي چې پوليس په ملرغي سيمه کې له مجاهدينو سره يوځای شوي او خپلي وسلې يې هم سيمه ييزو مجاهدينوته تسليم کړې دي.

دنوموړي په وينا داسلامي امارت دسيميزو مجاهدینو لخوا ټولو راغلو کسانو ته ښه راغلاست وويل شو او هر راز ډاډ او اطمنان ورکړل شو او پوليسوله مجاهدينوسره ژمنه وکړه چې نور به دهیواد او دين په وړاندې له کفارونه حمایت نه کوي او غواړي په آرام سره خپل ژوند وکړي.
ذبيح الله مجاهد له دې پرته 67 نور پوليس يادکړي چې په وينا يې په تېرو څلرويشتو ساعتونوکې يې داسلامي امارت له مخالفت نه لاس اخيتسی.
سږ کال خورا زيات عسکر دکرزي له دولت نه طالبانو ته اوړي، ددې کسانو زياته برخه محلي پوليس تشکيلوي، محلي پوليس يا اربکيان ددولت له خوا دامريکايانوپه مرسته ددې له پاره جوړشوي او تمويلېږي چې دطالبانومقابله پرې وکړای شي خو مالومېږي دولت او ناټو به يې په مټو هغه هدف ته ځان ونه رسوي چې ارمان يې لري.
طالبانو ته دعسکرو د وراوښتلو وجه تراوسه پوري چانه ده معلومه کړې خو طالبان وايي چې دا د دوئ دامارت له خوا د جوړ شوي دعوت او ارشاد يا جلب او جذب کميسيون د دعوت او سيمه ييزو مجاهدينو د هڅو برکت دی.

صادق سحر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x