افغانستان

طالبانو ننګرهار کې ۱۰ عسکر له دندو لاس په سر کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۷مه، ۱۳۹۵ل): طالبان وايي د خپل بلنیز کمیسیون په هڅو يې د ننګرهار په شیرزادو کې ۱۰ عسکر له دندو لاس په سر کړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د شيرزادو د کندمک، توتو، کدوخېلو او مرکيخېلو اوسېدونکي د دوی د بلنیز کمیسیون په هڅو حقایق درک او د دوی ملګري شول.

مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې د تسلیم شي عسکر «بشرمل د حسن خان زوی، نعمت الله د قريش زوی، مسعود اسلم خان زوی، کمین د محمد امیر زوی، توریالی د بنارس زوی، قدرت الله د زرپاچا زوی، نورالحسن د نورمحمد زوی، جان محمد د محمدیونس زوی، فریدالله د عبدالرسول زوی او احمد شاه د نورمحمد » ياد کړي دي.

طالبان وايي چې تسلیم شویو کسانو ته يې دروند هرکلی ويلی او هغوی هم ژمنه کړې چې نور به دولتي دندې نه ترسره کوي.

دا په داسې حال کې دی چې بهرنی او کورني د پوځي چارو کارپوهان روان میلادي کال د افغان امنیتي ځواکونو لپاره خورا خونړی کال بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x