افغانستان

د جوزجان اربکیان د امنیتي ځواکونو له همکاري پرته د مقابلې وس نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۷مه، ۱۳۹۵ل): په جوزجان کې د فیض اباد ولسوالۍ اربکیان وايي چې د امنیتي ځواکونو له همکارۍ پرته له طالبانو سره د مخامخ کېدو زړه نه لري.

دغه اربکیان چې اوس يې د جوزجان امنیتي مسوولین « غیرمسوول وسله وال » بولي وايي چې امنیتي ځواکونه يې تر قیرسړکه مرستې ته ورځي خو د دوی پوستو یا هم کلیو ته د ورتګ تکلیف نه کوي.

د اکرم په نوم یو تن پژواک خبري اژانس ته ویلي چې څو ځلې يې له امنیتي ځواکونو مرسته غوښتې خو د دوی غږ يې نه دی اورېدلی.

هغه اعتراف کړی چې که په څو نورو جګړو کې لا هم امنیتي ځواکونه د دوی مرستې ته ور ونه رسېږي، بیا به د طالبانو پر وړاندې درېدل سخت وي.

په عین وخت کې د فیض اباد ولسوالۍ اوسېدونکي د اربکیانو له اخلاقي فساده سر ټکوي او پر دولت غږ کوي چې له دې شره دې يې خلاص کړي.

د حاجي عبدالودود په نوم یو تن وايي چې اربکیان يې په کلیو کې ماشومان په اخلاقي فساد کې ښکېلوي او ان د دوی له لاسه خپلې لوڼې ښوونځيو ته نه شي لېږلی.

ياده دې وي اربکیان چې لومړی ځل يې پیل نږدې څلور کاله وړاندې د غزني په اندړو کې وشو، په ټول هېواد کې د ولس له توند غبرګون سره مخ شول، د اربکیانو د پیدايښت په ځای کې د اندړو د امنیتي مسوولینو په قول له ۷۰۰ اربکیانو یوازې ۱۰۰ پاتې دي چې د واک وروستۍ شېبې شمارې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x