افغانستان

کونړ کې د غره ډبرې ښووېدو له امله څلور تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۷مه، ۱۳۹۵ل): کونړ کې د غره ډبرې د ښوېيدو له امله د يوې کورنۍ څلور تنه مړه شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان عبدالحسيب سيدخيل رسنيو ته وويل، چې دا پېښه د چپې درې ديوګل چاکندي سيمې کې رامنځته شوې ده.

د سيدخپل په وينا له تېرو څو ورځو راهيسې د نور هېواد په څېر کونړ کې هم پرله پسې ورښتونه روان دي، له همدې امله د سيمې يو تن اوسېدونکي احسان الله پر کور د غره ډبره راپرېوته او په دغه پېښه کې احسان الله، د هغه مېرمن، يوه لور او يو زوی مړه شوي دي.

د کونړ چارواکي وايي، چې د پېښې سيمه نا امنه ده  او د حکومت واکه بهر ده، نو دوی نه شي کولای، چې د پېښې له قربانيانو سره مرسته وکړي.

د کونړ ولايت طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر غلام علي ثبات ديو ګل چاکندي سيمې د پېښې په اړه وايي، چې دوی نه دي خبر او زياتوي، چې کونړ کې د ورستيو ورښتونو له امله چا ته زيان نه دی اوښتی.

له تېرو څو ورځو راهيسې پلازمېنه کابل او ګڼو نورو سيمو کې د پرله پسې ورښتونو له امله د ژوند چارې له ستونزو سره مخ دي او خلک شکايت کوي، چې حکومت د اوبو کنټرول لپاره پلانونه نه لري، چې له امله يې د ورښتونو اوبه د لښتيو پر ځای پر سړکونو او واټونو کې ډپ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x