افغانستان

طالبان: اوس چي د رشتیا میدان راغلی ولي په شا سولاست

نن ټکی آسیا: د طالبانو په ویب پاڼه کي د ددې اونۍ په تبصره کي طالبانو پوښتنه کړې چي د سولي دښمنان څوک دي، او زیاته کړې، د کابل ادارې د طالبانو د سولي دفتر ونه شو زغملای، د دفتر له وجي یی خپل عقل او حواس له لاسه ورکړل، رنګونه یی والوتل، او سخت وار خطا شول.

طالبانو په خپل تبصره کي وړاندي ویلي چي دکابل ادارې د سولي د عالي شورا په نوم ملیونونو ملیونونو ډالر جیبونو ته واچول، او اوس چي د رشتیا میدان راغلی، دوی په شا شول، او د سولي د وژلو لپاره یی مټي را ونغښتي.

او زیاته کړې چي اخیر په سوله راتلو کي د کابل د ادارې تاوان څه دی، او ولي یې دومره شدید عکس العمل وښود، او نه دا چي اوس غواړي د سولي مخه نیسي، بلکي یو کال وړاندي هم ورته عکس العمل ښودلی وو.

او زیاته کړې چي د اسلامي امارت پر بیانیې، بیرغ او لوحې اعتراض یو یو بهانه ده، چي په حقیقت کي هیڅ قانوني حیثیت نه لري، ځکه هر حکومت، او هره ډله او تنظیم کولای سی چي ځانته کوم نوم او کوم بیرغ غوره کوي، او هم د بیان د ازادي پوره حق لري.

دا اونۍ تبصره چي دطالبانو نظر څرګندوی او په اونۍ کي یو ځل نشریږي، ستاسو په مخ کي ږدو:

د سولي دښمنان څوک دي؟!!

کله چې د تیري سي شنبي په ورځ او (۲۸ جوزا ۱۳۹۲هش) تاریخ د قطر هیواد په پلازمېنه دوحه کي د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر د دیپلوماتیکو او تشریفاتي مراسمو په ترځ کې پرانستل شو، نړیوالو ته د نوموړي دفتر اهداف او د اسلامي امارت کړنلاره په څرګندو ټکو کي واورول شوه، د اسلامي امارت په کلمه طیبه ښائسته سپین بیرغ په رپیدا شو، د دفتر د دروازې پر ښي اړخ په عربي ژبه لیکل شوي (المکتب السیاسي لإمارة افغانستان الإسلامیة) ښکلې لوحه راځوړنده شوه په درسته نړۍ کې یې هرکلی وشو، د امریکا په ګډون ډیرو هیوادو یي تایید وکړ او د اسلامي امارت دا زړه ور اقدام د افغانستان د قضییې د حل په لاره کي د یو مهم پر مختګ په ډول استقبال شو.
مګر د کابل ادارې کرزي او دهغه بانډ د اسلامي امارت د سولې دغه دفتر ونشو زغملای، عقول او حواس یې بیخې ګډوډ شول، رنګونه یي والوتل، سخت وار خطا معلومیدل، په ګران هیواد کې د سولې او آرامۍ مخالفینو په داسي حال کې د سولې له دفتر سره شدید مخالفت څرګند کړ چې د څو کلونو را هیسي يې د سولې نارې سورې وهلې، د سولي تر عنوان لاندي یي د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه په ملیونو ملیونو ډالر جیبونه ته واچول، د سولې په نامه یي (د دوی په وینا) لویه جرګه راوغوښته، تش په نامه دسولې عالي شوری یې جوړه کړه او له خپلو ځانو څخه یي د سولي سپینې کوترې جوړې کړې وې، کرزي خو به ویل چې که زه د طالبانو آدرس پیدا کړم زه خپله ورځم.
اوس چې د رښتیا میدان راغلی ولې په شا شو؟ ولې یې د سولې دوژلو لپاره مټې را ونغښتې؟ په سوله کې ددوی څه تاوان دی؟ د اسلامي امارت د سیاسي دفتر په وړاندي ولې خنډونه جوړوي؟ دا هغه سوالونه دي چې دعامو افغانانو په ا‍ذهانو کي ګرځي راګرځي، دا لومړی وار ندی چې د سولي دغو دروغژنو ټیکه دارانو د سولي پروسې د سبوتاژ کولو هڅې کړې دي، بلکې یو کال وړاندي هم دوی د سولې د خبرو په وړاندې دې ته ورته عکس العمل ښکاره کړی و.
ښکاره خبره ده چې په افغانستان کي دایمي او پایه داره سوله هغه وخت راتلای شي چې اشغال په بشپړه توګه پایته ورسي، بهرني پوځیان زموږ له هیواده په مکمل ډول کډه وکړي، د ګران هیواد استقلال او ازادي اعاده سي، دا هغه غوښتنه ده چې اسلامي امارت همیشه کړیده، په دغه ورځ یي هم تکرار کړه او بیا به یي هم کوي، ځکه دا دسولي مهم او اساسي شرط دی، مګر د کابل اداره چې بیخ، مینځ او سر یې د بهرنیو پوځیانو سره تړاو لري بلکه دپردیو لخوا جوړه شویده او د هغوی تر حمایي لاندي ژوند کوي هیڅکله هم د یرغل خاتمه نه غواړي، ځکه نو د اسلامي امارت د سیاسي دفتر په پرانستونکي وینا کي دې لاندې جملې دوی په غوسه کړل: “د یو داسې سیاسي او سوله ایز حل ملاتړ کوو چې په هغه کې دافغانستان داشغال خاتمه، او هلته د يو خپلواک اسلامي نظام قایمېدل، او واقعي امنیت راتلل چې دټول ملت غوښتنه او هیله ده یقیني وي”.
د اسلامي امارت پر بیانیي، بیرغ او لوحي اعتراض صرف بهانه ده چې هیڅ قانوني حیثیت نلري، ځکه په نړۍ کي هر حکومت، تنظیم او ډله که وړه وي او که لویه هم نوم لري او هم بیرغ، دارنګي د هر سیاسي دفتر په محوطه کي دننه پر کارکونکو بندیز نه قانوني جواز لري نه اخلاقي، د بیان ازادي هم د بین المللي اصولو او هم له بشري حقونو سره سم د هر وګړي مسلم حق دی، اوس به نو افغان ولس او نړیوالو ته معلومه شوي وي چې: د سولې دښمنان څوک دي؟ او د خپلو شخصي ګټو لپاره د ولس په برخلیک لوبي کوونکي څوک دي؟

———-

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x