بنګلادیش د نیوزیلینډ پر وړاندې لویه ماتې وخوړله

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۷مه ۱۳۹۵ل): نیوزیلینډ کرکیټ لوبډلې د بنګلادیش ټول لوبغاړي په یواځې ۷۰ منډو وسوځول او د ۷۵ منډو په توپیر سره یې لویه بریا خپله کړه.

په دوهم ګروپ کې نیوزیلینډ یواځینۍ لوبډله شوه چې ټولې څلورې سیالۍ یې وګټلې. نیوزیلینډ هند، استرالیا، پاکستان او نن بنګلادیش ته په اسانۍ سره ماتې ورکړې.

نننۍ سیالۍ کې نیوزیلینډ پچه وګټله او د لومړۍ توپوهنې پریکړه یې وکړه. نیوزیلینډ بنګلادیش ته د اتو ویکټو په غورځېدو ۱۴۵ نسبتا کم هدف وټاکه.

د بنګلادیش له لوري مستفیض الرحمن خورا ښه توپ اچونه وکړه، هغه په نننۍ سیالۍ کې د نیوزیلینډ پنځه لوبغاړي وسوځول.
د ۱۴۶ منډو په تعقیب کې د بنګلادیش پیل ښه نه و، مهم او وتلی لوبغاړی تمیم اقبال يې په ۳ منډو رن اوټ شو، په ۲۹ منډو یې دوهم او په ۳۱ منډو یې درېیم لوبغاړی وسوځېد.

د بنګلادیش له لوري هېڅ یوه لوبغاړي د پام وړ لوبه ونه کړله او ټول لوبغاړي یې په ۱۴.۴ اورونو کې په ۷۰ منډو وسوځېد او لوبه یې په ستر توپیر ۷۵ منډو وبایلله.

د نیوزیلینډ له لوري ګرانټ ایلیټ او ایش سودهي ۳، ۳ ویکټې واخېستلې.

کین ولیم سن د لوبې ښه لوبغاړي په توګه وټاکل شو.

د بنګلادیش نننۍ ماتې په روان نړیوال جام کې تر ټولو ستره ماتې وه او تر دې دمه په دومره کمو منډو هېڅ یوه لوبډله نه وه سوځېدلې.

بنګلادیش په دوهم ګروپ کې یواځينۍ لوبډله شوه چې ټولې سیالۍ یې وبایللې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د