
پاکستان له ایران سره سوداګري تر ۵میلیارده ډالرو پورې غځوي
نن ټکی اسیا (شنبه، وري۷مه ۱۳۹۵ل): د ایران جمهور رییس حسن روحاني په دوه ورځېني سفر پاکستان ته تللی دی.
حسن روحاني سره د کابېنې شپږ وزیران او د مرکزي بانک رییس هم په دغه سفر کې یوځای دي او نن يې له پاکستان سره اقتصادي، دیپلوماتیک او روغتیايي شپږ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د ایران-پاکستان د سوداګرۍ ګډ فورم ته په خبرو کې ویلي چې دوی غواړي له ایران سره سوداګري تر ۵ میلیارده ډالرو پورې وغځوي او حکومت یې د سیمهییزو اړیکو د پراخولو لپاره هلې ځلې کوی.
شریف زیاته کړې چې په پاکستان کې اقتصادي بدلونونه به په سیمه کې امن و سوکالي روالي.
په عین حال کې د ایران ولسمشر ویلي چې د سیمه ییزو چلینجونو څخه د ځان خلاصولو لپاره اقتصادي ثبات مهم دی، د دوی او د پاکستان امنیت او پرمختګ یو بل سره تړلي دي.
هغه زیاته کړې چې ایران تیار دی چې له پاکستان سره د تیلو او ګازونو په برخه کې مرسته وکړي او همدا رنګه ایران غواړي د ترانزیت او سیاحت په برخو کې همکارۍ سره ډيرې کړي.