
قزاقستان په افغانستان کې پانګونې لپاره علاقه ښودلې
نن ټکی اسیا (شنبه، وري۷مه ۱۳۹۵ل): د منځنۍ اسیا هېواد قزاقستان یو شمېر سوداګرو په افغانستان کې پانګونې لپاره علاقه ښودلې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د رسنیو د څانګې مسوول صیام الدین پسرلي ویلي چې د قزاقستان سوداګرو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پانګونې لپاره علاقه ښودلې ده.
د پسرلي له قوله د قزاقستان یو شمېر سوداګر به په اینده څو ورځو کې افغانستان ته د یوه سفر په ترڅ کې یو شمېر چارواکو سره وګوري.
په دغو لیدنو کې به د افغانستان او قزاقستان تر منځ په صادراتو او وارداتو خبرې اترې وشي.
افغانستان او قزاقستان اوس مهال د کاسا په پروژه کې چې د تاجکستان او قزاقستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کیږي، ګډ اقتصادي همکاري لري.