زما لویه ګناه داده چې کلیوال افغان یم

زخمي افغان

لاد ډنډغوري د بمباردمان دوړې نه دي ناستې، لا د بغلانیانو د ویر ټغر نه دی ټول شوی چې په هلمند د بمونو باران پیل شو.

له تېرې ورځې راهیسې د هلمند په نادعلي او مارجه کې درنو بمبارونو لسګونه عام کلیوال افغانان په شهادت رسولي. د امریکا دفاع وزارت په خپل رسمي بیان کې په هسکه غاړه ددې ټولوژنې مسؤلیت منلی او اعتراف یي کړی چې تر سلو ډیر کسان یي په قتل رسولي. امریکا وایي چې دغه کسان طالبان دي.مګر دا چې امریکا او متحدینو ته یي هر ایمان والا، هر پګړۍ والا، هر کمیس والا او هر د ږیرې څښتن طالب او مباح الدم ښکاري نو ځکه ورباندې بې باکانه بمبار کوي او په هسکه غاړه د دا ډول ټولوژنو مسؤلیت مني.

د افغانستان په کلیو او اطرافي سیمو کې دا څوارلس کاله همدا ډول وژنې روانې دي، د امریکايي تعریف له مخې یوازې لغړ غرب زده ګان طالبان نه دي نور نو هر افغان طالب او مباح الدم دی. نړیوالې او کورنۍ رسنۍ هم ددا ډول قتل عامونو په اړه بشپړ یو طرفه چلند کوي. که په ښار کې ادنی پیښه کیږي رسنۍ یي راپور ورکوي. مګر په کلیو کې چې شپه ورځ امریکایي بمبارونو، ډرون بریدونو، د چورلکو غومبرو، د هاوان ړندو انداختونو، د اربکیانو ظلمونو او داړه ماریو په خلکو سپینه ورځ شپه ګرځولې، ټولې رسنۍ ، ټولې ادارې او ټولنې او بالاخره ټول انسانیت یي په وړاندې خاموش او چوپه خوله دی.

آیا د کلیوال افغان وینه ، وینه نه ده ؟

آیا د کلیوال افغان او له ښار بهر افغان وینه له نورو سپکه او کمرنګه ده؟

او که خبره دا ده چې د امریکا په وسلو وژل شوي  پرته له تفکیکه  مباح الدم دي چې په مرګ یي په یادولو او ژړلو نه ارزي.

په دې مسئله باید ژور فکر وشي چې ولې د اطرافي افغانانو د قتل او تعذیب په اړه عام وجدان دومره بې پروا او بې رحمه دی.

که غربیان او د بي دینه تمدن باورمن زموږ په غریب او سرګردانه اولس داسې بې رحمه ګوزارونه کوي نو هغوی ورته د خپل وحشیانه تمدن په چوکات کې توجیهات لري. د غرب بي دینه مدنیان باور لري چې ددوی د تمدن او فکر نه منونکي انسانان غیرمهذب  دي چې باید د غیرضروري موجوداتو او هرزه بوټو په شان ورېبل شي او تخم یي ورک کړای شي. غربیانو د لومړني استعمار په مرحله کې هم د امریکا، استرالیا ، افریقا او ګڼو نورو سیمو بومي اوسیدونکي د تبو، ملاریا او ډول ډول هلاکوونکو امراضو په توسط له منځه یووړل او خپل بي دینه تمدن ته یي ځمکه شودیاره کړه.

زموږ په متدینو کلیوالو د امریکایانو وحشیانه بمبارونه او قتل عامونه هم له همدې فکر نه سرچینه اخلي، د دوی په وړاندې له خپلو همفکرو پرته د ټولو انسانانو وینې هدر دي، نو ځکه یي د طالب او مخالف وسلوال  په نوم په بي رحمۍ وژني. له غربه ددا ډول وژنو په مورد د احتیاط تمه بې ګټې ده. خو زموږ په غاړه دیني، انساني او وجداني فریضه ده چې د خپل مظلوم اولس د ځور او تعذیب د مخنیوي لپاره لاس په کار شو.

روزانه د کابل او د هیواد د نورو ښارونو په کوڅو کې د بیلابیلو مسائلو په اړه لاریونونه راوځي. د کم ارزښته او بي ارزښته مسائلو په سر اعتصابونه او احتجاجونه کیږي. مګر د افغانانو د بهانده وینې د درولو په فکر کې هیڅوک نه دي.

که د نادعلي او مارجې غوندې قتل عامونو په اړه غږ پورته نه کړو نو الله تعالی ته مسؤل او خپل تاریخ او اولس ته مو سترګې ټیټي دي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د