افغانستان

د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر له خپلې دندې استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۷مه، ۱۳۹۵ل): د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر داکتر احمد يوسف نورستاني له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د ولسمشر غني مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي رسنيو ته ويلي، چې ډاکتر نورستاني خپله استعفا ولسمشر ته رالېږلې ده.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر په خپله استعفا کې د افغانستان سياسي او ټولنيز حالاتو او د هېواد ملي ګټو د ژغورلو په موخه له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني د ښاغلي نورستاني د خدمتونو ستاينه کړې او د نوموړي استعفا يې منلې ده.

د پخواني ولسمشر د واکمنۍ پر مهال د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر د شمال ټلوالې غړي فضل احمد معنوي و او درې کاله وړاندې ۱۳۹۲ل کې ډاکټر يوسف نورستاني د دغه کميسیون مشر وټاکل شو او نن يې له خپلې دندې استعفا ورکړه.

سرچينې وايي، چې ښاغلي نورستاني د ګډ حکومت د چارواکو د خپلمنځي اختلافاتو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

څو ورځې وړاندې د بلخ سرپرست والي د ټاکنو خپلواک کميسيون جوړښت نيوکې کړې وې او د کميسيون چارواکي يې تېرو ولسمشريزو ټاکنو د درغلۍ په تور «ملي خاينان» بللي وو.

ډاکټر نورستاني تېره ورځ په خپله مرکه کې د ګډ حکومت په چارواکو او په ځانګړې توګه د بلخ پر سرپرست والي عطا محمد نور نيوکې وکړې، چې د خلکو د خدمت پر ځای په فساد کې ښکېل دي.

ډاکټر نورستاني وويل، چې د پخواني جهاد پر مهال عطا نور د پښو لپاره بوټان نه درلودل او اوس د ميلياردونو ډالرو څښتن دی.

د ډاکټر نورستاني په قول د بلخ سرپرست والي دغه ټوله شتمني په درغلۍ او فساد پيدا کړې، چې اوس له نيم مزار زياته برخه د ده شخصي شتمني ده.

د ټولنيزو شبکو څارونکي په دې اند دي، چې ښاغلي نورستاني د زورواکانو د فشار له امله استعفا ورکړې او ولسمشر نوموړي سره ژمنه کړې، چې هسپانيې کې به يې د افغانستان سفير وټاکي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x