افغانستان

د غزني محکمې يو قاضي او څارنوال په جګړه کې ووژل شول

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۷مه، ۱۳۹۵ل): د غزني ولايت ابتداييه محکمې يو قاضي او يو څارنوال د جګړې پر مهال ووژل شول.

راپورونه وايي، چې د غزني د مقر ولسوالۍ اوسېدونکی او د غزني د ابتداييه محکمې رييس قاضي محمد انور او د هلمند اوسېدونکی څارنوال عبدالرشيد عابد طالبانو د وردګو سيد اباد په ملي خېلو کلي کې ونيول.

د طالبانو وياندذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی جنګياليو د خپلو باوري معلوماتو له مخې قاضي محمد انور څارنوال عبدالرشيد عابد ونيول او دولتي ځواکونو د نوموړو د خلاصون لپاره عمليات پيل کړل، چې پايله کې يې د څو تنو امنيتي ځواکونو تر څنګ يرغمل شوي کسان هم ووژل شول.

د ذبيح الله مجاهد په وينا د دوی ملګرو دا هڅه کوله، چې نيول شوي کسان د څېړنو لپاره خوندي سيمو ته ولېږدوي، خو حکومت يې د خلاصون لپاره عمليات پيل کړل، چې له امله يې دواړه نيول شوي کسان په جګړه کې ووژل شول.

حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x