ادبي لیکني

نه پوهيږم؛ مطالعه څنګه وکړم !!

ژباړن: عبيدالله ساحل

د ژبو په زده کړه کې د مطالعې مهارت د يو حياتي غړي په څېر ارزښت لري، خو دغه مهارت په ځينو هيوادونو کې سم نه کارول کيږي.دا په دې معنی نه ده، چې هلته څوک هېڅ مطالعه نکوي، بلکې د مطالعې پر اسلوب او تګلارو ځان نه پوهوي، د مطالعې لپاره د يو وړ او مناسب لارښود لټه نکوي، له هغه ځايه پيل کوي، چې دوي ته اړين او مناسب بريښي. د بېلګې په توګه که د يوې نوې ژبې زده کړيال د مطالعې په پيل کې د نامتو ليکوال شکسپير د (همليټ) په کتاب پيل وکړي، ځان به ورته ضرور لار ورکی ښکاره شي، د بريا پوړ ته به هېڅکله ونه رسيږي، مطالعې سره به يې ضرور مينه راکمه شي، دا ځکه چې د لوستونکي علمي سويه  له هغه څه سره توپير لري، چې ده ورباندې پيل کړی، د شکسپير په څير د ليکوالانو ليکنې د ده له علمي سويې او درک څخه لوړې دي، نه شي کولی چې ګټه ترې پورته کړي.

د مطالعې ارزښت:

مطالعه هغه مهارت دی، چې په تدريجي توګه د کمال تر بريده رسيږي او لوستونکی ورسره روږدی کيږي؛ غوره دا ده، چې د مطالعې په لړ کې د ژبو له استادانو څخه د لارښود په توګه ګټه واخستل شي او ياهم لوستونکی پخپله په خپل همت ځان ورسوي او دغه مهارت پياوړی کړي.مطالعه د لاسته راوړنې هغه مهارت دی، چې په مرسته يې ډير څه ترلاسه کولی شئ؛ د خاصو حالتونو لپاره د لغتونو او کلماتو زيرمه، د اصطلاحاتو، ترکيبونو او جملو مناسب اسلوب او چوکاټ، عمومي پوهاوی او د موجوده حالاتو شننه او څيړنه ټول هغه څه دي، چې د مطالعې پورې تړاو لري او کولی شو، چې د مطالعې له  لارې په دغه ټولو مواردو ځان پوه کړو.

مطالعه پخپله يو هنر دی، چې د زيات تمرين او مشق په نتيجه  کې پياړی کيږي او د کمال تر بريده رسيږی.

 

پيل څنګه وکړو؟

مخکې له دې، چې د مطالعې د موادو او مصادرو په انتخاب لاس پورې کړئ، دا غوره ده، چې د خپل ځان ارزونه وکړئ، چې ستاسو علمي سويه په کوم حالت کې قرار لري، ډير کله يو کس په دې اند وي، چې علمي سويه يې لوړه ده نو بايد د لوړ پاړکې څخه مطالعه پيل کړي په داسې حال کې چې وړ به يې نه وي او يا هم يو څوک ځان ډير ټيټ او کمزوری شميري خو علمي کچه به يې لوړه  وي نو بايد د خپلې سويې اړوند مرحلې څخه مطالعه پيل کړي؛ په حقيت کې د خپل ځان د علمي سويې اټکل يو ستونزمن کار دی نو د دغه کار لپاره په کار ده، چې د ژبې ښوونکو ته رجوع وشي او ياهم  د يوې ورځپاڼې پر مطالعه پيل وکړئ، که د يونيم ساعت په لړ کې له ستونزو سره مخ شوئ او ياهم ونه توانيدلئ، چې خپله مطالعه پرمخ بوزئ نو تاسو بيا په ابتدايې حالت کې قرار لرئ، دا په دې معنی نده، چې ګوندې تاسو هېڅ مطالعه نشئ کولی، کيدی شي شل سلنه پر مطالعه حاکميت ولرئ ــ خو بيا هم په ابتدايې حالت کې ياست.

لمړی له کوم ځای نه پيل وکړو؟

دا مهمه نده، چې پر هنري او ادبي مطالعه پيل وکړئ، ساينس، شاعري او فلسفي علومو پر مطالعه هم دستي پيل مه کوئ، ورځپاڼه هم په دومره غور او دقت مه لولئ، چې بايد سل سلنه پرې پوه شئ، ځکه چې تاسو په ابتدايې حالت کې ياست.

څه شی بايد مطالعه کړو؟

د دې پرځای چې د ويليام شکسپير په خپلو کتابونو پيل وکړئ، پر هغه کتاب يې پيل وکړئ، چې بل ليکوال يې لنډونه کړي وي، د بېلګې په توګه د (شکسپير نکلونه) چې چارلس او ميری ليمب يې لنډونه کړيده، دلته اړينه ده، چې د مطالعې ترڅنګ قاموس هم وکاروئ،چې په پوهيدا کې درسره مرسته وکړي، ورځپاڼه بايد روزانه ولولئ لمړی يې پر ټولو سرليکونو نظر واچوئ او بيا پکې د مطالعې لپاره هغه برخه ولټوئ چې درته زړه راښکوونکې وي.

نور مهارتونه او مطالعه:

ځينې نور شيان هم شته، چې مطالعې ته اوږه ورکوي او مرسته ورسره کوي، د لغاتونو قاموس د مطالعه کوونکي سره زياته مرسته کوي تر دې، چې ځينې په دې باور دي، چې د لغاتونو قاموس د مطالعې لپاره د بايبل حيثيت لري.

قاموس څنګه کارول کيږي؟

هڅه مه کوئ، چې د مطالعې په جريان کې د ستونزمن لغت د معنی پيدا کولو لپاره پلټنه وکړئ، لمړی ټول پراګراف ولولئ، د ستونزمنو لغتونو لاندې کرښه راکاږئ، پراګراف له سره بيا ولولئ، دويم ځل لوستلو کې قاموس ته رجوع وکړئ، شايد په قاموس کې د يو لغت مختلفې معنی ګانې وګورئ، تاسو د خپل فکر په مټ هغه معنی راواخلئ، چې د موضوع سره تړاو لري، زړه مو پرې ډاډه وي، د جملې په تعبير او ترکيب کې کوم خنډ نه پيښوي.

پای کې د ځان ارزونه وکړئ!

د مطالعې په پای کې ضرور د ځان ارزونه وکړئ، چې د لوستل شوې موضوع په اړه درسره کوم تصور شته او که نه، که درنه غوښتنه وشي کولی شې، چې د همدغه موضوع عمومي ټکي په يو بل تعبير خپل ملګري ته کيسه کړې؟ که په دې وتوانيدئ نو پوه شه، چې تاسو له مطالعې اخذ کولی شئ، بيا خپله مطالعه همداسې جاري وساتئ او د وخت په زياتيدو کې يې هڅه وکړئ.

مطالعه ستاسو په ژوند کې تدريجي اوښتون راولي، فکر او نظر مو اغيزمن کوي، د يو نوي ژوند روح درکې پيدا کوي، د تېر په څېر ژوند کولو اجازه نه درکوي؛ د يو فکر، منهج او منشور پيرو درنه جوړوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x