نظــر

ناسم رپوټونه/ محمد سهیل شاهین

په اسلام آباد کی د اسلامی امارت په سفارت کی د کار په دوره کی راته څرګنده شوی چی ځینی  رسنی د ټاکلو هیوادونو د سیاسی او نظامی اهدافو لپاره بی بنیاده رپوټونه خپروی. ماسره د هغه وخت د ځینو رپوټونو مثالونه شته چی دلته د ټولو ذکر کول هم ډیر وخت غواړی او هم ډیر ځای. خو یو یی دادی هغه وخت چی په اسلام اباد کی موږ هره ورځ مطبوعاتی کنفرانسونه جوړول، یوه ورځ یوی ورځپانی یو عکس خپور کړی و چی په هغه کی یوه افغان مهاجر خپله کورنی په موټر کی باروله. د عکس لاندی لیکل شوی و چی داد افغان ديپلومات سهیل شاهین کورنی ده چی له اسلام آباد نه تښتی .

عجیبه داده چی زموږ د کورنی یوه غړی تلفون راته وکړ چی په اخبار کی د تاسی عکس چاپ شوی چی کوم نامعلوم لوری ته کډه باروی، موږ په تشویش کی یو چی کوم خواته ځی او موږ ته مو مخکی  هیڅ  نه و  ویلی.  ما اطمئنان ور کړ چی داسی  هیڅ نشته . دا یوازی تبلیغاتی لوبی دی، باور پری مه کوی. ماهغه اخبار ترډیرو له ځان سره ساتلی و چا به چی  په ځینو اخباری رپوټونو سل په سلو کی  یقین کاو، ما به د حجت په توګه هغه عکس او خبر ورته وړاندی کاو.

په دوحه کی د افغانستان د اسلامی امارت د سیاسی دفتر د پرانستل کیدو وروسته چی زما په حواله  ما ځینی خبرونه او رپوټونه ولیدل، بیرته می هغه یادونه تازه شول او پوه شوم چی  ځینی رسنی مطبوعاتی کار نکوی چی هغه لوستونکو ته حقایق وړاندی کول دی بلکی تبلیغاتی کار کوی چی هغه د خاص هدف لپاره   څه ویل دی. پداسی حال کی چی ما په تیرو ورځو کی چا سره مرکه نه ده کړی. لاکن ځینی رسنیو زما په حواله څو رپوټونه خپاره کړی چی د نمونی په ډول یئ د یوه عنوان دا دی. طالبان وایی چی خبرو ته تیار دی خو امریکایانو ورسره تماس نه دی نیولی. ځینو معلوم الحال کسانو دا هم وویل چی دا پاکستانی دی ځکه په انګلیسی ښه پوهیږی خو بل پلوته زموږ ځینو حقپالو او ویاړمنو افغانانو دغه کس ته ښه ځوابونه ورکړی دی، زه تری منندوی یم.

 یو رپوټ د اسوشیټید پریس په حواله لیکل شوی و، ما ددی رپوټ  په باره کی د اسوشیټډ پریس خبریال نه  پوښتنه وکړه. هغوی په معذرت سره ددی رپوټ د اصلاح وعده وکړه. بیا وروسته یی   اصلاح هم  کړ خو د اصلاح ترڅنګ  یی بیا هم ځینی ټکی  له خپل پلوه  ورزیات کړی دی.

عمومآ  داسی رپوټونه  کله سهوا د خبریال د عدم دقت او توجه په وجه خپریږی، یا کله دا کار ځکه کوی چی  ددوی په اصطلاح مضمون ته  مرچ او مساله ورزیاته کړی خو  کله ځانګړی اهداف لری چی  غواړی پدی عمل سره د مقابل لوری عکس العمل معلوم کړی او یا یی عکس العمل ښودلو  ته مجبور کړی یا که  اوسنیو حالاتوته وګورو،   د سولی د پروسی په اړوند عمومی شکونه او بی اعتمادی رامینځ ته کړی.او یا غواړی د اسلامی امارت د سیاسی دفتر لاسته راوړنی کم رنګه او پیکه وښیی او داسی نور.  هر څه  پکښی ځائیدی شی.  

  په ائنده کی هم د ځینو  رسنیو څخه توقع نشی کیدی چی خپلو  تبلیغاتو ته به دوام ورنکړی.  ممکن د خپل عادت له مخی به کله یوڅه او کله بل څه  لیکی اویا وایی خو تبلیغات  په افغانستان کی  نه سوله راوستی شی او نه امن. اوس ددی وخت دی چی په حق ویلو او لیکلو سره  افغان ولس د اوسنی جبه زار نه راوباسو.

محمد سهیل شاهین د قطر هیواد په دوحه ښار کي دطالبانو دسیاسي دفتر غړی او ویاند دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx