ټولنیزه برخه

برالوالدين «لنډه کيسه»

ژباړه: حمدالله حلميار

یو سپین ږیری سړي کیسه کوي، وایي زه پنځوس کاله مخکې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره له خپل پلار سره یوځای د حجیانو د یو کاروان ملګري شوم.

کله چې عفیف ته (د یوې سیمې نوم ده) ورسیدو، والد صاحب غوښتنه وکړه چې له اوښ څخه یې کوز کړم ترڅو ساراګښت ته تېر شي…

همداسي مې وکړل، والد صاحب مې راته ویل ته له کاروان سره درځه زه به له شا درپسې درشم…

سپین ږیری وای موږ مزل کاوو، ښه شیبه پس متوجه شوم چېپلار مې له کاروان څخه ډیر وروسته پاتي شوی…

دا زما د ځواني وخت وو په یوه منډه مې ځان پلارجان ته ورساوو، او راپه شا مې کړ، تیز – تیز روان وم یو وخت مې اوږه لنده شوه، چي ومې کتل پلار مې ژاړي او اوښکې یې زما پر اوږه راڅاڅي…

ما ورته وویل: پلار جانه! په الله سوګند چې ستا په دروندوالی او وزن زه خبر هم نه یم، ته په ما باندې مه خفه کیږه…!

وایي پلار مې راته وویل: زویه ستا د تکلیف له کبله نه ژاړم؛ ماته هغه ورځ را یاده شوه چې ډیر کلونه پخوا مې په همدې سیمه کې خپل پلار را په شا کړی وو…!

(له پلرونو سره نیکي وکړئ؛ چي بچیان مو درسره نیکي وکړي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx