ادبي لیکني

مقاله پېژندنه

محمداکبر نیازی

مقاله چې په انګلیسي ژبه کې ورته «Article» وایي، په اصل کې د Article کلمه د لاتیني ژبې له Articulus (ارټیکولوس) څخه اخیستل شوې چې د برخې، حصې او تحرک په مانا ده، او د ژورنالیزم په اصطلاح کې د مطبوعاتي لیکنو هغه ډول چوکاټ دی، چې لیکوال یې په وسیله کولای شي بیلابیل اقتصادي، سیاسي او ټولنیز موضوعات خپاره او وڅيړي، پدې مانا چې لیکوال د موادو، حقایقو، فاکټونو او ارقامو په راټولو سره یو فرضیه په قانع کوونکو دلایلو ثابتوي او پایله یې مالوموي.

مقاله د تحلیلي ژانرونو یو ډول ده، چې له کیسو او کالمونو سره توپیر لري او د یوې فرضې، مفکوروي ټیم یا سیاسي افکار د پدیدو، فاکټونو، ارقامو او حقایقو د  تحلیل، تحقیق له کبله نتیجه ګیري کوي.

د لوستونکو لپاره هغه ډول لیکنې په زړه پورې او د منلو وړ وي چې په ورځنیو تازه او ارزښتناکو موضوعاتو لیکل شوې او په ژورنالیسټیکي معیارونو برابرې وي، ځکه لوستونکي دا غواړي چې له یو لوري د بیلابیلو داخلي او خارجي پېښو په اړه مالومات ترلاسه کړي او له بل لوري د وخت له ضایع کېدو مخنیوی وکړي.

مقاله تر ټولو دود شوی ژانر دی، چې تر ډېره په ارتباطي وسایلو کې کارول کیږي او په وسیله یې کولای شو په غوره توګه خپل اساسي اهداف یانې تبلیغ، ترویج او سازماندهي تأمین کړو.

وړاندې تر دې چې پوهان ددې ژورنالیسټیکي لیکنو د منځپانګې او چوکاټونو پولې وټاکي، نن د خلکو په وړاندې هر ډول لیکني که د مقالې په میعارونو برابرې وي او که نه مقاله بلل کیږي، تردې چې د شلمې پیړۍ په وروستیو کې د ډیری بهرنیو هیوادونو لیکوالانو هر ډول مطبوعاتي او ادبي لیکنو ته مقالې ویلې.

د مقالې د ځانګړتیاوو او خصوصیاتو واقعي پېژندنه، لیکوالان او مخاطبان هغه د واقعیت په یوه کړۍ کې ځایوي، او د نورو تحلیلي مطبوعاتي ژانرونو په پېژندنه او تباین کې مرسته کوي.

البته دغه پېژندنه او خبرتیا د ټوکو له مخې نه بلکې د انسانانو د ژوند اقتصادي، سیاسي او فرهنګي اړتیاوو له مخې ویشل کیږي، البته ددې اړتیا ده چې د مقالې او تبصرې، د ادبي او تبلیغي یا طنزي ژانر ترمینځ توپیر وکړو.

باید ووایو چې ژورنالیسټيکي مقاله د ځانګړو اقتصادي، سیاسي او ایډیالوژیکي اهدافو لپاره لیکل کیږي چې هر یو یې جلاجلا ځانګړنې لري.

کله چې لیکوال فاکټونه وټاکي، په ضمن کې د لیکوال تحلیل، ارزونه او د فکر او غوښتنو نتیجه ګیري په هغه کې شاملیږي.

د مقالې سیاسي خصلت دادی چې د ملي، اجتماعي سولې او ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند په روانو پېښو باندې په تکیه کولو سره لیکل کیږي

د مقالې د پوهنیز کېدو خصلت په برخه کې ویلای شو، چې لیکوال د عیني حقایقو په لاس کې د شته ارقامو په ارائه کولو کې له دقیقو پلټنو اوتحلیلونو څخه چې په ژوره توګه وي ګټه اخلي ځکه چې دا ډول لیکنې په ارقامو او حقایقو تکیه کوي، په منطقي او استدلالي ډول پکې فرضیه منل کیږي، له تحلیل، تحقیق او ارزونې وروسته ثابت او په ماهرانه ډول یې پایله ترلاسه کیږي.

د مطبوعاتي مقالو یو پوهنیز خصلت دا دی چې پکې شته پېښې د ژوند حقیقتونه څرګندوي او په عین وخت کې عیني نتیجه ګیري هم لري.

د یادونې وړ ده چې هره مقاله او د هغې منځپانګه د لیکوال او خبریال  د جهانبینۍ، سیاسي موقف او ژورنالیسټیکي مهارتونو استازیتوب کوي، هر لیکوال خپل سیاسي موقف ته په کتو او خپل هدف ته د رسیدو لپاره یوه موضوع یا د موضوع د یوې برخې په اړه له خپل لیدلوري څیړنه او پلټنه کوي. او د خپلې خوښې غوښتنو، پالیسۍ او ایډیالوژۍ سره یې پایله مالوموي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x