ورزش

انګلستان نیمه پایلوبې ته ووت، سري لنکا او جنوبي افریقا بهر شول

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۷مه ۱۳۹۵ل): د انګلستان کرکيټ لوبډلې په یوې مهمې سیالۍ کې سري لنکا ته ماتې ورکړه، خپله نیمه پایلوبې ته ووت او جنوبي افریقا او سري لنکا دواړه یې له نړیوال جامه بهر کړل.

د انګلستان نننۍ بریا نه یواځې دا چې نیمه پایلوبې ته د سري لنکا د وتلو مخه ډب کړله بلکې په نړیوال جام کې یې د جنوبي افریقا د پاتې کېدو مخه هم ونیوله.

جنوبي افریقا تر دې دمه درې سیالۍ کړي چې له منځه یې دوې بایللي او یوه یې ګټلې ده. سري لنکا همدا راز نن درېیمه سیالي کوله. دوی تر دې وړاندې یوه لوبه ګټلې او بله بایللې وه.

که سري لنکا نننۍ لوبه ګټلې وه، نه یواځې دا چې په نړیوال جام کې به د دې هېواد د پاتې کېدو چانس ډير شوی وای، بلکې ورسره نیمه پایلوبې ته د جنوبي افریقا د وتلو چانس هم پاتې کېدو.

نننۍ لوبه کې انګلستان سري لنکا ته ۱۷۲ منډې هدف وټاکه. د انګلستان له لوري بټلر ۶۶، جی جی روی ۴۲ او جي روټ ۲۵ ښې منډې جوړې کړې.

سري لنکا پیل له اندازې ډير خراب و،د پیل څلور لوبغاړي یې په ۱۵ منډو د لاسه ورکړل، خو وروسته میتیوز او کپوګېدرا منډې تر ۹۵ پورې ورسولې.

میتیوز ۷۳ منډې او کپوګېدرا ۳۰ منډې جوړې کړې.

وروستیو درې اورونو کې ۳۴ منډې پاتې وې، خو سري لنکا یواځې ۲۴ منډې په دغو اورونو کې جوړې کړې او انګلستان ته یې په ۱۰ منډو لوبه وبایلله.

د الف ګروپ څخه ویسټ انډيز او انګلستان د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره وموندله او له ب ګروپ څخه بیا یواځې نیوزیلینډ لاره موندلې او د بلې څوکۍ ډکولو لپاره سبا استرالیا او هندوستان سره لوبه کوي.

استرالیا او هندوستان لوبډلو کې چې هر یو سبا سیالي وګټله هغه به نیمه پایلوبې او بایلونکی به له نړیوال جام څخه وځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x