
غزل: عزام اتمانخېل
عزام اتمانخېل
څوک چې ګران افغانستان په پردو پلوري
خپل ضمير او خپل وجدان په پردو پلوري
ځينې خلک له ناموسه هم تیريږي
ځينې ځینې لا ايمان په پردو پلوري
د شهيد د وينې هر څاڅکی ارمان دی
دوی هر څاڅکی هر ارمان په پردو پلوري
دا وطن او دا نا اهله يې چارواکي
دا يوسف يې دا خپلوان په پردو پلوري
ګران وطن او د تړون د کوهي غاړه
ګران جانان مو غمازان په پردو پلوري
زمونږ اوښکې مرغلرې خلک بولي
زمونږ په اوښکو لوند ګرېوان په پردو پلوري
د عزام ولس د بل لاس ته لوېدلی
څوک سپين ږيري څوک يې ځوان په پردو پلوري