نظــر

رون پاول: مونږ له افغانستان او عراق څخه هیڅ عبرت وانخیست

Paul

د امریکا د پارلمان پخوانی غړی، مشهور لیکوال او سیاسي شنونکی “رون پاول” وايي چې امریکا په منځني ختیځ کې تر یوې لسیزې اوږدې جګړې څخه هیڅ درس او عبرت ترلاسه نه کړ.

“پاول” په خپله اونیزه مقاله کې د طالبانو دفتر ته په اشارې، چې په دې وروستیو د قطر په پلازمینه دوحه کې پرانیستل شو، وايي چې ټاکل شوې وه د دې دفتر له لارې به په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو د څرنګوالي پر سر بحث کیږي، خو “د طالبانو دفتر کټ مټ لکه د یو بل حکومت جوړولو په څیر دی”.

جمهوري غوښتونکی پاول لیکي:

“زمونږ ډیرو کسانو په کلونو-کلونو له افغانستان څخه د پوځیانو د ویستلو پر سر لانجې او مخالفتونه کړي دي”.

نوموړی زیاتوي:

“خو ددغو ټولو کلونو په موده کې به مونږ ته ویل کیدل چې مونږ افغانستان نه شو پریښودلی. که مونږ اوس له افغانستان څخه واوځو طالبان به بیرته راشي. خو ۱۲ کاله پس، د تریلیونو ډالرو، او د۲۲۰۰ امریکایانو، او نږدې ۵۰۰۰۰ ملکي افغانانو او جنګیالیو تر وژل کیدلو وروسته، طالبان بیرته راغلل”.

پاول وايي:

“مونږ عراق له یوې لسیزې جګړې وروسته په داسې حال کې پریښود، چې حالت یې د ۲۰۰۳ کال له هغه وخت څخه ډیر بدتر وه چې مونږ پرې حمله کړې وه”.

نوموړی مخکي لیکي:

“د تریلیونو ډالرو له ضایع کولو، او لسګونو زرو خلکو له وژل کیدلو وروسته عراق یو ویجاړ، غمځپلی او له شخړو ډک هیوا دی، او د القاعده وجود هماغسې په خپل حال پاتې دی. نن سبا هیڅ د عقل او شعور خاوند، په عراق کې د امریکا د بریالیتوب دعوه نه شي کولی. مونږ له دې وضعیت څخه هیڅ زده نه کړل”.

پاول لیکي چې امریکا د افغانستان په جګړه کې په تریلیونو ډالره ضایع کړل او له زرګونو انسانانو یې ژوند واخیست.

“افغانستان نړیدلی هیواد دی، او یو کمزوری او ګوډاګی حکومت په کې واکمن دی، اوس مونږ له هغو خلکو سره مذاکرات کوو چې ۱۲ کاله مو ورسره جګړه کړې او اوس غواړي چې بیرته قدرت ته ترلاسه کړي! خو بیا هم مونږ هیڅ پند او عبرت نه اخلو”.

“ددې پرځای چې له هغو فاجعو څخه پند او عبرت واخلو کومې چې د مداخله ګرو او د هغو د غلطو خارجي پالیسو څخه راټوکیدلي، ولسمشر وايي چې مونږ به اوس په سوریه کې هم مداخله کوو”.

رون پاول د یو امریکايي ډګروال “هاري سمرز” کیسه کوي، چا چې په ۱۹۷۵ کال کې د “ټیو” په نامه د شمالي ویتنام له یو ډګروال سره کتلي و.

امریکايي ډګروال ورته ویلي و “ته په دې پوهیږي چې تاسو هیڅکله مونږ ته د جګړې په میدان کې شکست نه دی راکړی”. ویتنامي ډګروال د یوې لحظې لپاره چوپ وه، بیا یې ځواب ورکړ: “ممکن همداسې وي، خو دا هم باید وویل شي چې هیڅ فایده یې درته نه ده کړې”.

رون پاول له دې کیسې وروسته وايي: “متاسفانه، دا زمونږ د خارجه پالیسۍ کیسه ده”.

پاول په اخیر کې خپله مقاله داسې رانغاړي:

“د سپتمبر له ۱۱ وروسته مونږ په څه کم پنځو هیوادونو حملې کړي. د بې پیلوټه الوتکو بریدونه خو مو په ډیرو هیوادونو کړي. مونږ ګڼ مستبد حکمرانان له واکه غورځولي او د ګڼو هیوادونو پوځونه مو له مینځه وړي. خو، که دې ته وګورو چې څه لاسته راوړنې مو درلودلي، ډیره روښانه ده چې: هیڅ فایده یې نه ده کړې”.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x