fbpx

د ګډ حکومت بقا به يو چانس او قسمت وي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۵ل): امريکايي ليکوال او څېړونکي انتوني چيبراري ريو افغان حکومت د ګړنګ پر غاړه بللی او زياتوي، چې روان کال کې د افغانستان بقا او شتون يو چانس او د قسمت په يارۍ کېدای شي.

ښاغلي انتونکي ليکلي، چې د روانو امنيتي، سياسي او اقتصادي ناخوالو له مخې به روان کال کې د افغانستان بقا او ژغورنه يوازې او يوازې د قسمت يو چانس وي.

نوموړي دا څرګندونې د جګړه ځپلو هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نيکولس هېسوم له قوله ليکلي دي.

ښاغلي هېسوم د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وويل، که نړيواله ټولنه او افغان حکومت غواړي، چې د افغانستان اوسنی نظام ژوندی پاتې شي، نو بايد پنځه کارونه وکړي.

دهېسوم په وينا افغانستان کې بايد د اقتصادي ځوړتيا مخنيوی وشي، روان تاوتريخوالي او جګړې له منځه ولاړې شي، د حکومت ويشلي او مختلف مشران بايد په يو فکر د خپل هېواد خدمت وکړي، د بهرنيو هېوادونو ګډوډې مرستې بايد په منظمه توګه وکارول شي او تر ټولو مهم يې د افغانستان اوسني حالت له مخې «ناشونې» سولې لپاره بايد رښتينې هڅې وشي.

«د هېسوم په وينا په ۲۰۱۲م کې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو ويل، چې افغانستان به د خپلو طبعي منابعو له لاسته راوړنو يو ټريليون ډالر ترلاسه کړي او کلنۍ اقتصادي وده به يې اته سلنه وي، مګر موږ اوس ګورو، چې دغه خبرې يوه هم رښتيا نه شوه او اوس د بې کارۍ له امله د افغانستان زرګونو ځوانان له هېواده د تښتې په لټه کې دي.»

ليکوال زياتوي، چې د هېسوم د څرګندونو سربېره افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار او پلټنې ادارې مشر جان سوپکو هم په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې افغانستان د تېرو کلونو پر مهال د امريکايي او نړيوالې ټولنې د مرستو ۷۰۰ ميليونه امريکايي ډالر ضايع کړي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د افغانستان جګړې کې د تېرو پنځلسو کالو په ترڅ کې له يوولس زرو زيات ولسي وګړي وژل شوي او د امريکا د ملي استخباراتو مدير جيمز کليپر اندېښنه څرګنده کړې، چې روان ۲۰۱۶م کال به افغانستان لپاره ډېر خونړی وي او زياته کړې يې ده، چې افغان حکومت د هېواد د امنيت ساتلو توان نه لري.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټينبرګ هم د روانې مياشتې په ترڅ کې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ويلي و، چې مخالفين ورځ تر بلې قوي کيږي او دوی به راتلونکي اوړي کې پر بهرنيو پوځيانو، افغان امنيتي ځواکونو او دولتي ودانيو خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکوي.

لانګ وار ژورنال هم په خپل تازه راپور کې ليکلي، چې د افغانستان څلوېښت ولسوالۍ په مکمله توګه د طالبانو په واک کې دي او په ۳۹ نورو ولسواليو کې پراخ او په خلاص مټ فعاليتونه کوي. د لانګ وار ژورنال په وينا ۲۰۰۱م راهيسې، چې امريکا په افغانستان کې شتون لري، دا تر ټولو زيات شمېر دی.

تېر کال د سپتمبر په پای کې طالبانو کندوز ولايت ونيو او بيا د امريکايي جنګي الوتکو د بمباريو پر مټ افغان حکومت په دې وتوانېده، چې کندوز بېرته ونيسی.

همدا رنګه د ۲۰۱۴م په پای کې، چې له يوې لسيزې پرله پسې جګړو وروسته ايتلافي ځواکونه له هلمنده ووتل، د دغه ولايت له څوارلس ولسواليو څخه يې پنځه طالبانو ونيولې او شپږو نورو ولسواليو کې يې جګړې او فعاليتونه روان دي.

ليکوال د مقالې په پای کې ليکي:  «افغانستان د امپراتورانو او زبر ځواکونو هديره ده،  د امريکا يرغل د نړۍ په هر هېواد کې ناکام شوی، امريکايي چارواکو په ناسمه توګه هڅه وکړه، چې افغانستان کې خپل شتون او بريا ثابته کړي، مګر د ټولو هڅو سربېره افغانستان د امريکا لپاره په مالي او ځاني توګه يوه هديره ثابته شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د