fbpx

روزګان: په چهارچینو ولسوالۍ کي سخته جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۵ ل): د روزګان ولایت پر چهارچینو ولسوالۍ طالب ځواکونو بریدونه پيل کړي او درنه جګړه اوس هم دوام لري.

جګړه تېره شپه پيل سوي، طالب ځواکونو د څو طرفه څخه د ولسوالۍ پر دفاعي پوستو بریدونه پيل کړي دي چي تراوسه د پولیسو، اربکیانو او ملي اردو لس پوستې د طالبانو لاس ته لویدلي او پر نورو جګړه روانه ده.

د چهارچینو یوه تن اوسیدونکي عبدالمتین نن ټکی اسیا ته د ټلیفون پر کرښه وویل: « دلته سخت جنګ روان دی، طالبانو د حکومت پر پوستو حمله کړي او ډیري یې نیولي دي، ډیر عسکر هم وژل سوي دي».

د یادوني وړ ده چي د چهارچینو ولسوالۍ ټولي لاري طالبانو د امنیتي ځواکونو پر مخ تړلي دي.

امنیتي سرچینې وایي که چهارچینو ولسوالۍ ته هوایي ځواکونه مرستي ونه رسوي نو ولسوالۍ به ډیر ژر د طالبانو په لاس سقوط وکړي ځکه چي هلته امنیتي ځواکونه تر ډیرو سختو بریدونو لاندي دي.

د جګړې په اړه به نور جزئیات وروسته خپاره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د