fbpx
تصویر؛ له ارشیفه

د څرخي پله ګڼ زندانيان له ټاکلې مودې وروسته هم زندان کې پراته دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۵ل): د څرخي پله زندانيان وايي چې په دې زندان کې ګڼ زندانيان د ندان د مودې له پوره کېدو وروسته لا هم په زندان کې پراته دي.

د دوی په خبره د دولت له خوا ورکړل شوې موده يې پوره ده، خو بيا يې هم د خوشي کولو په اړه هیڅ اقدام نه کېږي.

د څرخي پله ګڼو زندانيانو پر همدې خاطر د نه خوړو اعتصاب کړی او خپلې شونډې يې ګنډلې دي.

نن ټکی اسیا ته د رسېدلو معلوماتو له مخې زندانيانو پر نړیوالې ټولنې د بشري حقونو پر مدافعينو او د بښنې پر نړیوال سازمان غږ کړی چې د دوی غږ دې واوري او د افغان دولت دا ناقانونه چاره دې پای ته ورسوي.

تر دې وړاندې هم زندانيانو د ناسم چلند، د دوسیو د نه تعقیب او نورو ستونزو له امله اعتصابونه ترسره کړي او دولته يې خپل قانوني ورکړل شوي حقونه غوښتي دي.

ياده دې وي د ګډ حکومت مشر اشرف غني د خپل ټاکنيز کمپاین پر مهال د بګرام د زندان د تړلو او له نورو زندانیانو سره د قانوني چلند ژمنې کړې وي، خو د بګرام په بېرته فعالولو او د له زندانیانو سره د کرکې ډک چلند يې دواړه ژمنې د لسګونو نورو ژمنو په څېر سرچپه ثابته کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د