gait1

یو ځل بیا اسلامي امارت د جهان په ذهنونو کښي تازه شو

ویل کیږي چي صفت هغه دي چي مخالف لوري یي ستا په حق کښي ووايي.

(یو ځل بیا د جهان په ذهنونو کښي  اسلامي امارت تازه شو، اوس که بیرغ ولري که یې ونه لري، لوحه ولري که یې ونه لري، دا کار وشو.)

دا خبرې هم د طالبانو د مخالف لوري د افغانستان د پارلمان د یو غړي سید اسحاق ګیلاني له خولې راووزي.. نومړي په دې اعتراف کوي چي د امارت اسلامي تر عنوان لاندي په بهر کښي سیاسي دفتر خلاصیدل، یو داسي پیشرفت دی چي پس رفت هم نه لري.

او دهمدې دفتر او د طالبانو د سیاسي پروسې په تایید او موفقیت کښي ستاسي پام یو بل اعتراف او داسي ناکامي هڅي ته را اړوم چي پایله یې د طالبانو د سیاسي پروسې په حمایت کښي تمامه شوي.

دا هڅه د پارلمان د یو بل غړي عبد الجبار قهرمان لخوا تر سره شوې.

نوموړي وايي چي ما خپل د فیسبوک په پاڼه د طالبانو د سیاسي دفتر عکس ولګاوو، او د خلګو څخه مي وپوښتل چي طالبانو ولي د هلمند او یا بګرام په پي آر ټي باندي خپل بیرغ نه لګاوو، او دفتر یې نه خلاصوی، چي د قطر غوندي په لویه پي آر ټي کښي یې دفتر خلاص کړو، او بیرغ یې پورته کړو.

نومړي زیاته وي چي زه هغه وخت د نا امیدي سره مخ شوم چي زما د پاڼي په زرګونو مینه والو کښي چي اکثره افغانان دي، دا خبره چا تایید نکړه.

نوموړي خو دا د افغانانو بی حسي بولي خو زه یې قضاوت بولم چي دده سره همغږي ندي.

نو بناء پردې دواړو حوالو او نورو دلائلو زما په نظر هم د طالبانو لپاره دفتر خلاصیدل او بیرغ پورته کیدل په یو بهرني هیواد کښي دا د افغانستان د اسلامي امارت لپاره لویه لاسته راوړنه ده، ځکه چي نړیوالو خواکونو ۱۲ کاله د طالبانو او اسلامي امارت په محوه کولو کښي بی دریغه مالي او ځاني تلفات ولیدل چي کومه ګټه یې تر لاسه نه کړه، او مجبوره شول چي طالبان د افغانستان ریښتوني بچي او د افغان ملت اکثریت تمثیلونکي ومني.

چي هغه دي د دفتر په خلاصیدو او د بیغ په پورته کولو سره ټولو ته ثابت شو.

اوس که د افغانستان د صلح او ارامي دښمنان نه غواړي چي په افغانستان کښي اسلامي نظام او امن قائم شي، نو ځکه د سپین بیرغ او سپیڅلي کلیمې سره مخالفت ښيي، که دوی ددې دفتر د بندیدو سبب هم شي، نو په دې کار سره به دوی د طالبانو سیاسي حیثیت ته کوم تاوان ونه رسیږي، او نه به د طالبانو په هدف او مبارزه باندي کوم اغیز ولري.

ځکه چي طالبانو د دفتر په خلاصیدو کښي خپل هدف تر لاسه کړو، او ځان یې په نړی کښي مطرح کړو. او د طالبانو دا لاسته راوړنه به د دفتر په عدم موجودیت کښي هم قائم او دائمه وي.

خو مونږ د الله تعالی څخه غواړو چي دا دفتر د اسلامي امارت تر شعار او بیرغ لاندي په کار شروع وکړي، اشغال پای ته ورسوي، او خپلي دروازې د هر هغه چا په لوري خلاصي کړي، چي په افغانستان کښي د صلحي، ارامي او واقعي اسلامي نظام د ټینګیدو سبب ګرځي، او افغان ملت ته د امن او سوکالي پيغام ورکړي لکه څرنګه چي ملت ترې طمعه هم لري.

ابو حدیر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د