
د رزق پر تنګېدو، مه خفه کېږه! (۷۱)
لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾
۞ د رزق پر تنګېدو، مه خفه کېږه!
ځکه رازق هماغه احد ذات دی، چې خپل مخلوق ته د روزۍ ور کولو دنده یې په خپله غاړه اخیستې او وایې:
﴿ وَفِي السَّمَاء رِزْقُكُمْ وَمَا تُوعَدُونَ ﴾
ژباړه: ” په همدې اسمان کې ده، ستاسې روزی هم او هغه شی هم چې له تاسې سره د هغه وعده کېږی. ”
څرنګه چې د رزق واکمنی د الله تعالی ﷻ په لاس کې ده، نو د بشر په وړاندې تملق او چاپلوسی ولې کوې، او د رزق په پلټلو کې تمبلې ولې کوې!؟
الله تعالی ﷻ وایې:
﴿ وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا ﴾
ژباړه: ” په ځمکه کې هېڅ داسې کوم خوځنده ساکښ نشته، چې د هغه روزی د الله تعالی ﷻ پر غاړه نه وی. ”
دغه راز وایې:
﴿ مَّا يَفْتَحِ اللَّهُ لِلنَّاسِ مِن رَّحْمَةٍ فَلَا مُمْسِكَ لَهَا وَمَا يُمْسِكْ فَلَا مُرْسِلَ لَهُ مِن بَعْدِهِ وَهُوَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ ﴾
ژباړه: ” الله تعالی ﷻ چې د هر رحمت دروازه د خلکو لپاره پرانېزی، څوک د هغې بندوونکی نشته او کومه چې هغه وتړی له الله تعالی ﷻ نه وروسته، بیا کوم بل څوک د هغې پرانیستونکی نشته، هغه ځواکمن او د حکمت خاوند دی.