نظــر

د کرکټ لوبې ننداره کوونکو ته

ډاکټر آصف

منو چې کرکټ یوه لوبه ده، د سپورت او ورزش یوه برخه ده، ډېری مثبت اړخونه له ځان سره لري خو شرط یې دادی چې تر خپلو حدودو پورې منحصر وي، تر خپلو حدودو یې قدر وشي، او تر خپلو حدودو پورې پکی انسان مصروف شي، ځکه چې که د کرکټ لوبې ننداره یوه انسان ته قیمتي ښکاري نو باید دا هم له یاده ونه باسی چی وخت تر هغې زیات قیمتي دی، او تر هغې زیات اهمیت لري، په عربي ژبه کې یو متل دی چې وایي: (الوقت کالسیف لو لم تقتله یقتلک) یعنی وخت د تورې مثال لري که ته یې له مینځه یونسې نو تا به له مینځه یوسي.

نن سبا په ټولنو کې کرکټ یو داسې بد کلچر جوړ شوی دی چې د ناسور شکل یې غوره کړی دی هغه پدی معنی چی ووړ او زوړ، ښځه او نر، ملا او امی غریب او مالدار ټول یې داسې مصروف کړي چې نور د دنیا او آخرت ټول مسولیتونه یې ورنه هېر کړي دي، له ځېنو نه د ژوند هر څه پاتې دي او د ځینو نورو نه یې آخرت هم هېر کړی دی، خو له ټولو نه خطرناک یې لا دا چی ځینې ورسره دومره معتاد او روږدي شوي دي چې د عباداتو نه یې په مکمل ډول لاس په سر کړي دي او برسیېره پر دې لا یو له بل سره پرې قمار هم وهي چې د شخړو، جنګونو او آن د وژنو لامل ګرځيدلی دی.

تېره ورځ ماښام مهال مې د یوه کراچۍ وان نه پیاز پیرل، پیاز یې چې په تله کې واچول او چې غوښتل یې د تلې په بل طرف کې اوسپنیز کیلوګرامونه کیږدي، نو ګوري چی ټول اوسپنیز کیلوګان یو چا ورڅخه غلا کړي دي خو چې په فکر او سوچ کې ډوب شو نو یې وویل چې دا کیلوګرامونه ورڅخه هغه مهال غلا شوي دي چې نوموړی د کرکټ د لوبې نندارې ته ناست و او کراچۍ یې د سړک پر غاړه پریښې وه.

همدا راز لږه موده مخکې په جلال آباد ښار کې هغه مهال دوه تنکی ماشومان ووژل شول چی د کرکټ د لوبې معتادانو د خوښۍ هوایی ډزې وکړې.

همدا راز د یوه غریبکاره سړي یوه ځوان ځوی د کرکټ لوبې د ګټلو او بایللو په سر له یوه چا سره قمار نیولی و چی نږدې پنځه درې لکه افغانۍ تاوان یې خپلې کورنې ته واړاوه، او که یې ګټلې هم وی نو د قمار حرامې پیسې به یې کور ته راوړی وای.

نو د کرکټ د لوبې نندارې کول او هغه هم په افراطی ډول دا او داسې نور زیانونه او منفی اثرات پر ځای پریښي دي، خو تر ټولو خطرناک کې یې دا چی ډیری یی د عبادت نه داسې مصروف کړي دي چې ورته به حیران شې، حال دا چې په قرآن مجید کې د موسیقی د اوریدلو د حرام والی یو علت همدا ذکر شوی دی چی مسلمانان له عبادت نه مشغولوي، خو نن سبا ګورو چی د کرکټ د لوبی ننداره د موسیقی د اوریدلو ځای ناستی ګرځیدلی دی او ټول یې د خدای له عبادت نه مشغول ګرځولي دي.

د پښتو متل بیا وایی چی وخت لکه سره زر دی، خو ځینې پوهان بیا وایی چی وخت له سرو زرو نه هم مهم او قیمتي دی او وجه یې داده چی که سره زر د لاسه ولاړ شي بیا هم ترلاسه کیدی شي، خو که وخت له چا نه ضایع شي هغه بیا نشي ترلاسه کیدی.

خو د حیرانتیا خبره داده چی په دې اړه دیني علماء چُپه خوله دي او خلکو ته دا پوهاوی نه ورکوي چی باید په حدودو کې واوسي، ځکه چې که درمل هم له حده زیاته وخوړل شی د مړینې سبب کیږی، او که عذا هم له حده زیاته وخوړل شي، انسان ته زیان اړوي.

همدغه راز هر یو عمل چی په هغې کې افراط وجود ولری هغه د تاوان درلودونکی وي، نو له ټولو ځوانانو نه هیله داده چې باید په دی وپوهیږی چی خدای تعالی انسانان یواځی د عبادت کولو لپاره پیدا کړی دی لکه چې فرمایی: و ما خلقت الجن و الانس الا لیعبدون() یعنی ما پیریان او انسانان له عبادت پرته د بل څه لپاره ندي پیدا کړي، په دې معنی چی د انسان د خلقت موخه یواځې دخدای تعالی عبادت او بندګی کول دي، او دا نور کارونه د عبادت ممد اعمال دی. نو که کرکټ د سپورت په هدف په ټاکلی وخت کی ترسره شی او د عبادت کول په کی له یاده ونه ایستل شی ښه عمل دی خو که یواځی تلویزیون ته ناست وي، چی نه یې سپورت کیږی، نه یې عبادت په یاد وی بلکه برسیره پر دی قمارونه هم پری وهی، نو دا ټول د دنیا او آخرت د بدبختۍ لوی سبب کیدای شی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
(عمر)

بسم الله الرحمان الرحيم كركت چي نن سبا دومره دير مروج شوي دي دا چي كله يوه مُلك باندي د فوزي لحاض نه زور ونه رسيگي بيايي زوانان د كركت يا فحاشي په وسيله مستعمره كري رازو چي ولي دوي دا كار كوي زكه چي مجاهد او غيرتي ولس له جهاد نه لاس په سر شي او توله ورز د كركت يو بي مفهومه د اسلام زد لوبي باندي بوخت وساتي او دوي خپل ظلم ته ادامه وركري دلته يوه پيشه درته ذكر كووم واي يوي كافري دلي چي كله په مسلماني دلي باندي حمله كوله نو يو جاسوس يي… نور لوستل »

محمد محمدی

لیکوال صاحب مننه الله داجر درکړی چی داسی یو مهم تکی ته دی اشاره وکوو او ددی مرض د یو څو بدیو بیان دی کړی دکرکت باره کی باید دا ووایو چی دا سپورت هم نده او نه کونکی یی دسپورت په نیت کوی او نه دخه صحت دپیدا کولو په نیت یی کوی او نه دکرکت جوړخت د سپورت په شانتی ده بلکه دا سراسر لهو لعب ده او قمار او بیهوده افتخاراتو لاس ته راوړلو لوبه او لعب ده اوددی کار دومره اشتهار اوتشویق کفار ځکه کوی چی دالوبه دالله دلاری څخه دخلکو دویستلو لپاره ترتولو خه ذریعه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx